د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

امريکا: دوه کسان د مشکوکو فعاليتونو په خاطر په بند محکوم شول


د امريکا يوې قاضي ويرجينيا فيليپس، ٣٧ کلن سهيل عمر کبير، چې په افغانستان کې زېږېدلى او د امريکا تابعيت يې درلود او يو بل تن ٢٦ کلن رلف ديليون چې په فلپين کې زېږېدلى په بند محکوم کړل.

څارنوالانو ويلي چې دغو دوو کسانو د خپل ماموريت لپاره د نښه ويشتلو په ځينو ځايونو کې روزنه ليدلې وه.

دغه دوه کسان د تېر ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې د امريکا د فډرال محکمې له خوا د تروريستانو د ملاتړ لپاره د وسايلو په برابرولو او د امريکا د دولتي پوځيانو او کارکوونکو د وژنې د دسيسې په جوړولو مجرم وګڼل شول.

رلف ديليون د امريکا تابعيت هم لري، چې له امريکا بهر د وژنو په دسيسه جوړولو، انسان تښتونې او تخريبي کړنو هم مجرم پېژندل شوى دى.

څارنوالان وايي شواهد ښيي سهيل عمر کبير چې په خټه افغان دى، په ٢٠١٠م کال کې رلف ديليون او د ميګويل الخاندرو سانتانا په نوم يو بل کس له افراطي نظرياتو سره اشنا کړل او په ٢٠١٢م کال کې افغانستان ته تر سفر وروسته يې دوى هڅولي چې له القاعده سره د ملګري کېدو لپاره له ده سره يوځاى افغانستان ته لاړ شي.

ديليون او سانتانا په هغه کال د عارفين داويد ګوجالي په نوم څلورم سړى هم له امريکا بهر د جهاد لپاره په خپله حلقه کې شامل کړ.

ديليون، سانتانا او ګوجالي د ٢٠١٢م کال په نوامبر کې د اف، بي، اى يا د امريکا د تحقيقاتو فډرالي ادارې له خوا هغه وخت ونيول شول، چې غوښتل يې مکسيکو او له هغه ځايه افغانستان ته لاړ شي.

کبير د امريکا د پوځيانو له خوا په افغانستان کې ونيول شو. سانتانا او ګوجالي پر خپل جرم اعتراف کړى او مجازاتو ته انتظار دي.

يوې امريکايي څارنوالې سټيفني يونيکورا ويلي دغه قضيه ښيي چې د افراطيت د کاذبانه جذابيت په وړاندې د مبارزې لپاره بايد هوښيارانه اقدام شي.

د امريکا د عدليې وزارت وايي، دغه کسان د انور العَولقي تر تاثير لاندې راغلي وو.

العولقي چې په امريکا کې زېږېدلى و، په عرب ټاپووزمه کې د القاعده ډلې وياند و، چې په ٢٠١١م کال کې د امريکا د استخباراتو د يوې بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG