د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

د افغانستان سیاسي ګوندونو ته د عدلیې وزارت خبرداری


د افغانستان د عدلیې وزارت د هیواد ټولو سیاسي ګونډونو ته خبر ورکوي چې که د دې وزارت له اصولو سره سم عمل ونه کړي، لغوه به شي.

د دې وزارت چارواکو د سه شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل؛ ټول سیاسي مکلف دي چې په شلو ولایتونو کې سیمه ییز د فترونه ولري.

د افغانستان د عدلیې وزارت خبرداری ورکوي چې که د هیواد سیاسي ګوندونه د سیاسي ګوندونو له قانون سره سم؛ په څلورو اوونیو کې، په شلو ولایتونو کې سیمه ییز د فترونه فعال نه کړي؛ جوازبه ځنې واخیستل شي.

د دې وزارت چارواکي وايي چې که څه هم د سیاسی ګوندونو مشرانو ته د دوی د ګوندونو د ثبتولو پرمهال ویل شوي چې په دې برخه کې دې وضع شوي اصول مراعات کړي؛ خو ځینې ګوندونه اوس هم په ولایتونو کې د فترونه نه لري.

د دې وزارت د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو د انسجام اوثبت ريیس ناصر حافظي د سې شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل؛ دا خبرداری ټولو سیاسي ګوندونو ته ورکړل شوی دی:

"موږ دوی ته یوه ابلاغیه صادره کړې. په مطبوعاتو کې موهم خپره کړې او مکتوبونه موهم وراستولي چې په ولایتونو کې څانګې پرانیزي او که نه نو، نومونه به یې د مقررې د نهمې مادې د دوهمې فقرې سره سم د سیاسي ګوندونو له د فترڅخه لیرې شي."

ښاغلي حافظي وویل، د دې وزارت سیمه ییزد فترونه په ټولو ولایتونو کې فعال دي او هرسیاسي ګوند مکلف دی چې له ثبتېدو سره سم؛ له دغو د فترسره اړیکې وساتي.

حافظي وايي، د دوی د فترونه سیاسي ګوندونه څاري او راپور یې مرکز ته لیږي.

د دې وزارت چارواکي دا هم وايي چې تراوسه له دوی سره پنځه شپیته سیاسي ګوندونه ثبت دي.

د افغانستان د اساسي قانون د موادو له مخې، یوسیاسي ګوند د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره جوړیږي او عمده شرطونه یې دا دي چې لس زره غړي ولري او په شلو ولایتونو کې د فترونه فعال کړي.

د دې هیواد په اساسي قانون کې ویل شوي چې د دې ګوندونو مالي حسابونه باید شفاف او له بهرنیو منابعو څخه نه وي.

بل خوا ځینې قانون پوهان په دې نظردي چې د افغانستان قانون د سیاسي ګوندونو وده او پراختیا محدوده کړې ده.

له دې جملې څخه اجمل هوډ من ازادي رادیو ته وویل؛ که څه هم په یو ډیموکراټیک نظام کې د سیاسي ګوندونو جوړول ضروري دي؛ خو په افغانستان کې له یولړستونزو سره مخ دي:

"موږ هغه وخت د افغانستان د ثبات لپاره د انتخاباتي سیسټم له بیلا بیلو برخو څخه استفاده کولی شو چې دا ګوندونه د یو واضح پروګرام په اساس یو تربله سالم رقابت وکړي او خلک ځان ته جذب کړي او له سیمه ییزو؛ قومي، ژبنیو او مذهبي خواو څخه ډډه وکړي."

ځینې کارپوهان داهم وايي چې د دې هیواد په وروستیو څو لسیزو کې سیاسي ګوندونه کله د خلکو د ستونزو او کله د جنګونو سبب شوي او دا ځکه چې ځینو دې ګوندونو د بهرنیو هیوادونو ګټې ساتلې دي.

دوی وايي، هرهیواد چې په د موکراسۍ باور لري؛ د سیاسي ګوندونو جوړولپه کې بې ګټې نه دي.

دوی پر حکومت تاکید کوي چې په هېواد کې دې د سیاسي ګونډونو فعالیت ته زمینې برابرې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG