د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

یوناما: لاهم په نظارت خانو کې توقیف شوي کسان شکنجه کیږي


د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په تازه راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو په جریان کې د تیرو کلونو په مقایسه د افغان دولت په توقیف ځایونو کې د هغو کسانو د شکنجې او ناوړه چلند موارد څوارلس فیصده کم شوي چې د جنګ پر مهال نیول شوي دي.

د یوناما دغه راپور چې په تیرو دوو کلونو کې په جنګ کې د نیولو شویو ۷۹۰ کسانو سره د مرکې پر اساس برابر شوی؛ ښیي چې له دې جملې ۲۷۸ توقیف شوي کسان د ملي امنیت، ملي پولیسو، ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو په توقیف ځایونو کې شکنجه شوي او یا هم ورسره ناسم چلند شوی دی.

د راپور له مخې، دا اندازه د ټولو توقیف شویو کسانو پنځه دیرش فیصده جوړوي.

د یوناما د څیړنو له مخې په دغه جریان کې د اتلسو کلونو نه ټيټ عمر لرونکو ۱۰۵ جنګي توقیف شویو کسانو سره هم مرکه شوې چې ۴۴ یې شکنجه لیدلې وه.

حال دا چې په دې اړه د یوناما په مخکیني راپور کې راغلي وو چې په جګړو کې د نیولو شویو ۶۳۵ کسانو څخه چې ورسره مرکې شوي وې؛ ۳۱۴ یې شکنجه شوي وو چې د ټول شمېر ۴۹ فیصده جوړوي.

د یوناما په تازه راپور کې د توقیف شویو کسانو په شکنجو کې په پایپ؛ کیبل او لرګو وهلو او برقي شوکونو ته اشاره شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما دا معلومات په اته ویشتو ولایتونو کې د ۱۲۸ توقیف ځایونو څخه د لیدو پر مهال برابر کړي دي.

یوناما وایي چې دا راپور یې له افغان حکومت سره هم شریک کړی دی او وایي چې نوي افغان حکومت ژمنه کړې چې په توقیف ځایونو کې به په جنګ کې د توقیف شویو کسانو د شکنجو د له منځه وړلو لپاره اقدامات وکړي.

خو دا یوازې د افغانستان د حکومت په توقیف ځایونو کې نه دی چې شکنجې موجودي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا سنا مجلس هم یو راپور خپور کړ چې له مخې یې، د امریکا استخباراتي ادارې یا "سي. آی. اې" په افغانستان کې له مشکوکو تروریستانو څخه د تحقیق پر مهال له زیاتې سختۍ کار اخیسته.

له دې سره سره یو شمېر زندانیان شکایت لري چې تر توقیفېدو وروسته د دوی دوسیې په ډير ځنډ سره څیړل کیږي او ورته د عدلي او قضایي ادارو له لوري پاملرنه نه کیږي.

وموغوښتل د افغانستان په توقیف ځایونو کې د شکنجې په هلکه د یوناما د نوي راپور په اړه د افغانستان د ملي امنیت ریاست نظر هم واخلو خو بریالي نه شو.

اخوا د کورنیو چارو وزارت د دولت په توقیف ځایونو کې د شکنجې موجودیت ردوي.

د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف ځایونو عمومي رییس عبدالعلیم کوهستاني آزادی راډيو ته وویل چې که یوناما په توقیف ځایونو کې د شکنجو په اړه اسناد لري؛ نو دوی ته دې وړاندې کړي:

"موږ اړتیا نه لرو چې محبوسین یا توقیف شوي کسان شکنجه کړو. موږ د قانون له مخې توقیف شوي کسان تسلیمیږو او د قانون له مخې یې خوشې کوو. موږ دا سل په سله کې ردوو. که دوی کوم سند ولري یا تحقیقات یې کړي وي؛ موږ ته دې وړاندې کړي، موږ چمتو یو چې ځواب و وایو."

ښاغلی کوهستاني وایي چې د بشري حقونو سازمان او بیلابیل نور بنسټونو ورسره په تماس کې دي او وخت ناوخت د دوی له توقیف ځایونو څخه څارنه کوي.

کارپوهان وایي، په توقیف ځایونو کې د شکنجې موجودیت د خلکو او دولت تر منځ واټن زیاتوي او دا کار د بشري او انساني حقونو خلاف بولي.

XS
SM
MD
LG