د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

ارګ دافغانستان په توقیف خانو کې د شکنجې په اړه د یوناما د راپور هرکلی کړی


د افغانستان جمهوري ریاست په افغانستان د ملګرو ملتونو د ادارې یا یونما د هغه راپور څخه چې ویل شوی د دغه هېواد په توقیف خانو کې د توقیف شویو کسانو په وړاندې شکنجه او بد چلند کم شوی دی هرکلی کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د دغه هیواد په توقیف خانو کې په سلو کې څوارلس د شکنجو کموال د تېرو کلونو په پرتله یو مثبت بدلون ګڼي او وايي چې افغان حکومت دې ته ژمن دی چې په توقیف خانو کې شکنجې او بد چلند په ټوله کې له منځه یوسي.

په اعلامیه کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یونما د هغه راپور نه چې په کې ویل شوي هغه کسان چې د جګړې پر مهال نیول شوي؛ د هغوی پر وړاندې شکنجه او بد چلند راکم شوی؛ هرکلی شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان دولت د شکنجې د محوه کولو یو نوی ملي پروګرام په پام کې لري چې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون او مدني ټولنو په همغږۍ سره پلی شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان دا ښيي چې لا هم د دغه هېواد په توقیف خانو کې د جګړې پر مهال نیول شوي کسان شکنجه او بد چلند ورسره کېږي.

خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دغه راپور پهروړاندې یو څه تند غیرګون ښودلی دی او ویلي یې دي چې په دغه راپور کې د راپور لیکنې درې مهم اصله دقت؛ توازن او بې طرفي ده، پام نه دی شوی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ملګرو ملتونو د دغه راپور په ځواب کې لیکي چې په دغه راپور کې تر ډېره له توقیف شویو کسانو سره مرکې شوې دي چې تروریستان دي او غواړي افغان دولت بدنامه او بې اعتباره کړي.

د ملي امنیت ریاست دغه شان ویلي چې په کار وه هغه کسان چې د شکنجې له امله یې شکایت درلود د شکنجې علایم یې باید کتل شوي وو او د ډاکټرانو باید دا خبره تاید کړې وای.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د مثال په توګه ویلي چې د یو نما په راپور کې راغلي چې د دغو توقیف شویو کسانو له ډلې څخه یوه دوه چې په کونړ او دایکندي ولایتونو کې وو هم مرکې کړې دي؛ خو د ملي امنیت ریاست دا ردوي او وايي په یادو شویو نیټېو کې په دغه توقیف خانو کې چا سره مرکې نه دي شوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست دغه شان ویلي چې د ملګرو ملتونو د سازمان په راپور کې د شکنجې او بد چلند کلمې یوځای راغلي دي؛ په داسې حال کې چې دغه ریاست وايي؛ له حقوقي نظره دغه دوه کلمې بیلابیل تعریفونه لري.

XS
SM
MD
LG