د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

د هند د بهرنيو چارو وزیر پاکستان ته ځي


ټاکل شوې یو لوړ پوړی هندي ډیپلومات راتلونکې میاشت له پاکستاني چارواکو سره د لیدو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې د هند د بهرنیو چارو وزیر د مارچ پر درېیمه نیټه په اسلام آباد کې له پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. "سوبر امانیان جې شنکر" چې د سیمې هیواونو په سفر راوتلی؛ پر پاکستان سربیره افغانستان، بوټان او بنګله دیش ته هم سفرونه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي جې شنکر دغه سفر د روانې میاشتې په سر کې وروسته له هغه پلان کړ چې صدراعظم نرندرا موډي خپل پاکستاني سیال سره په ټلیفوني خبرو کې پاکستان ته د کرکټ په نړیوالو لوبو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې دغه سفر او یا د ښاغلي مودي ټلیفوني اړیکې به وکولی شي؛ د دواړو اټومي وسلې لرونکو هیوادونو تر منځ د سولې خبرې بېرته پیل کړي.

دغه خبرې تیر کال د هند د صدراعظم له خوا رد شوې وې.

د هند او پاکستان اړیکې د دوی تر منځ پولې په اوږدو کې د جګړو د ډیریدو له کبله خرابې شوي او په تېر اګست کې د سولې خبرې د هند له خوا ځنډول شوي وې؛ ځکه چې پاکستان د هندي کشمیر د بېلتون غوښتونکو له مشر سره خبرې کړې وې.

د امریکا متحده ایالات له دواړو هیوادونو غوښتي چې د سولې خبري له سره پیل کړي.

پاکستان او هند په خپلو کې درې ځلې جګړې کړي چې دوی یې د کشمېر لانجمنې سیمې پر سر وې.

دغه سیمه تر ډیره مسلمان میشته ده.

په تیر اکتوبر کې د همدې سیمې په اږدو کې د هند او پاکستان تر منځ جګړې وشوې چې دواړه هیوادونه یې د پیل مسوولیت پر یو بل اچوي.

XS
SM
MD
LG