د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

په پنجشیر کې د واورو له امله ۸۰ تنه مړه شوي دي


په پنجشیر کې د درندو واورو له امله اتیا )۸۰( تنه مړه پنځوس ټپیان او په لسګونو نور لا تر وارو لاندې دي.

د پنجشیر سرپرست والي عبدالر حمان کبیري ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه کورنۍ په پریان، عبدالله خیل، دره کرمان او حصه دوم ولسوالۍ کې تر وارو لاندې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه که زیانمنو شوو کورنیو ته مرستې ونه رسیږي؛ تلفات به نور هم زیات شي.

د یوه بل خبر له مخې د بامیانو په یکاولنګ ولسوالۍ کې هم درندو وارو د یوې کورنۍ څلور غړي مړه کړي دي.

په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم بارانونو د سر او مال زیانونه اړولي دي.

دغه شان د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکو آزادۍ راډیو ته ویلي چې د دې ولسوالۍ په اوزبین سیمه کې واورو دوه ماشومان مړه او سلګونه کورونه یې نړولي دي.

XS
SM
MD
LG