د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د کرکټ په نړېوال جام لوبو کې نن افغانستان سکاټلنډ ته ماته ورکړه


د کرکټ په نړېوال جام لوبو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې د سکاټلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې لومړی سکاټلنډ لوبډلې بیټنګ وکړ او په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکله.

افغان ملي لوبډلې په خپل وار کې د ټولو د نهه لوبغاړو په سوځیدو سره په پنځوسم اور کې یاد شوی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د لوبې وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان محمد نبي عیسی خیل خبریالانو ته وویل چې دا بریا د کرکټ په نړېوال جام مسابقو کې د افغان لوبغاړو د هڅونې لامل کیږي:

″دا لومړی ځل دی چې موږ په نړېوال جام مسابقو کې بریا لاسته راوړو، له دې بریا څخه مو خوند واخیست.

هیله لرو چې د کرکټ په نړېوال جام مسابقو کې ښه وځلیږو او نورې بریاوې هم ولرو.″

د ازادۍ راډیو مسوولان او کارکوونکي هم د کرکټ ملي لوبډلې بریا ټولو افغانانو ته مبارکي وايي او هیله لري چې افغان کرکټ ملي لوبډله نورې بریاوې هم ترلاسه کړي.

د خوست او میدان وردګو ولایتونو په خپرو شویو خبرپاڼو کې د کرکټ په نړېوال جام کې افغانانو ته د ملي لوبډلې د بریا مبارکي ویلې ده.

دا لوبه د نیوزیلنډ په دانیډن ښار کې وشوه.

افغانستان د نړېوال جام په الف ګروپ کې دي او تراوسه یې دوه لوبې بایللي او یوه یې ګټلې ده.

د کرکټ نړېوال جام لوبې د فبروري په څوارلسمه په استرالیا او نیوزیلنډ کې پیل شوي.

XS
SM
MD
LG