د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

حیدري: د اورښتونو له امله د اوښتو تلفاتو شمېره په زیاتیدو ده


له طبیعي پيښو سره د مبارزې عالي اداره وایي چې د اورښتونو له امله د زیانمن شویو کسانو د ژغورنې او مرستې عملیات جریان لري.

د دغې ادارې د پالیسۍ مرستیال محمد قاسم حیدري ازادۍ راډيوته وویل چې د اورښتونو له امله د اوښتو تلفاتو شمېره مخ په زیاتیدو ده.

په همدې حال کې سره میاشت وایي، د هغو سیمو لپاره یې لازمې مرستې رسولي چې لارې یې خلاصي دي او اړینو کسانو ته د مرستې رسونې هڅې دوام لري.

له طبیعي پيښو سره د مبارزې د عالي ادارې مسولین وایې، ښایې په یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د درنې واورې د اورښت له امله د تلفاتو شمېر زیات شي، خو په خبره یي چې د خلکو د ژغورنې او موندلو لپاره هڅې جریان لري.

د دغې ادارې د پالیسۍ مرستیال محمد قاسم حیدري د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره خبرو کې که څه هم د تلفاتو دقیقه شمېره یاده نه کړه خو ویې ویل چې، په مجموع کې دا اندازه له سلو اوړي.

نوموړي د زیانمن شویو ولایتونو او په دغو سیمو کې له خلکو سره د مرستو په اړه وویل:

″درنې واورې په پنجشیر، کاپيسا، بدخشان او پروان کې وریدلي دي. د ژغورنې او مرستې عملیات په ټولو ولایتونو کې جریان لري او د افغان دولت هم دې برخې ته سل میلیونه افغانۍ ځانګړي کړي.″

د ښاغلي حیدري په خبره، ترټولو زیات تلفات په پنجشیرکې خلکو ته اوښتي دي. په دغه ولایت کې د واورې اندازه درې متره ته رسیږي.

د پروان مرستیال والي عبدالخبیر بخشي ازادۍ راډيو ته وویل چې، یوازې په پنجشیر کې ۱۸۷ کسان د تیرو دوو ورځو د اورښتونو او برفکوچونو له امله مړه شوي دي.

چارواکي وایي، په سالنګونو کې بیا د واورې اندازه له درې متره هم اوړي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس جنرال رجب ازادۍ راډیو ته وویل چې په سالنګونو کې تقریبا شپیته ځایه برف کوچونه راغلي دي او ښایي د دې لارې پر پرانیستلو یوه اونۍ وخت ولګیږي.

په همدې حال کې د سرې میاشتې د پيښو د ادارې رییس عبدالرحمن کلانتري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، د کومو ارقامو له مخې چې دوي ترلاسه کړي، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۶۷ تنه د واورې د اورښت له امله مړه شوي چې یوازې ۱۳۳ یې په پنجشیر کې دي.

ښاغلي کلانتري وویل، یو شمېرسیمو ته یې مرستې رسولي خو زیاتوي چې په ځینو سیمو کې واورو لارې بندې کړي دي:

″موږ د دوي اړتیاو ته په کتو په بیړنیو طبي او د خوراکی او غیر خوراکي برخو کې مرستې کولای شو چې البته هم موږ او هم نورې ادارې لا هم د لارو د بندیدو له ستونزې سر مخامخ یو.″

په ورته وخت کې د نورستان چارواکي هم وایې چې، په منډول ولسوالۍ کې د برفکوچونو له امله د یوې کورنۍ یوولس غړي مړه شوي دي.

له طبعي پيښو سره د مبارزې د ادارې د معلوماتو له مخې، په تیرو دوو ورځو کې له پنجشیر نه علاوه په پروان، بغلان، کاپيسا، بدخشان، نورستان او بامیان کې هم اورښتونو خلکو ته تلفات اړولي دي.

په ختیځو ولایتونو لغمان او ننګرهار کې بیا اته کسان د سیلابونو له امله مړه شوي دي چې ماشومان هم په کې شامل دي.

د حکومت د اجرایې ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې، بېلابېلې ادارې موظفې شوي څو اړو کسانو ته مرستې ورسوي:

″اجرایه ریاست د دغې کمیټې غړي را غوښتي چې هغه روغتیا، فواید عامه، د کلیو پراختیا وزارتونه دي.

له دوی سره بیا جلسه وشوه او عاجل تصمیم ونیول شو چې په دوو برخو کې کمیټه سم دستي په خپل کار پيل وکړي.″

که څه هم سږکال د ژمي په موسم کې په افغانستان کې ډیر اورښتونه ونشوه، خو په ځینو سیمو کې د وروستیو دوو ورځو اورښتونه بې ساري بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG