د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

بلخ: د کوچیانو په سلګونه زره جریب څړځایونه غصب شوي دي


د بلخ ولایت د کوچیان سرخیلان وايي، چې په سلګونه زره جریبه څړځایونه یې د محلي زورواکو له خوا غصب شوي او دولت هم د یادې ستونزې د حل په برخه کې د دوی غوښتنو ته رسیدګي نه کوي.

د بلخ ولایت په ۹ ولسوالیو کې کوچیان میشت دي، خو د کو سر خیلان یې ادعا لري چې په یادو ولسوالیو کې يې سلګونه جریبه د مالچر ځمکه د محلي زورواکو له خوا غصب شوې او دولتي چارواکي هم د یادې موضوع د حل په برخه کې له دوی سره همکاري نه کوي.

له دې سره چې د بلخ ولایت کوچیان په خپل ژوندانه کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي او ماشومانو ته یې د ښوونځي د تللو امکانات نه دي مساعد، ترڅنګ یې دوی د څښاک صحي اوبوته هم لاس رسی نه لري، خو تر ټولو عمده ستونزه یې دا ده، چې د دوی څړځایونه غصب شوي دي.

د بلخ د کوچیانو مدیریت مشر غلام فاروق عبیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کوچیانو ټول ژوند د دوی څاروي دي او د څاروي ژوندي پاتې کېدو لپاره دوی مالچرونو ته اړتیا لري.

هغه وویل، اوس مهال ۵ سوه زره جریبه مالچرچې دولتي ځمکه ده او کوچیان د قانوني اسنادو په درلودو سره حق لري چې له یادو مالچرونو څخه د څارویو د تغذیه لپاره استفاده وکړي، خو دا څړځایونه د زورواکو لخوا غصب شوي او په کې کروندې جوړې شوې دي.عبیدي یې په اړه داسې وویل:

"په بلخ ولایت کې کوچیان له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي، دا به درته ووایم، چې عمده ستونزه مو د ځمکو هغه چې زموږ مالچر دي غصب شوی همدا ستونزه ده، کوچیان زده کړو ته لاس رسی نه لري، ماشومانو ته مو په مورنۍ ژبه په راتلونکي کې د درس امکانات برابر شي، دولتي چارواکي زمونږ سره دوه ګونی چلند کوي."

د څارویو لپاره د وښو نه موجودیت او همدارنګه د څښاک صحي اوبو ته نه لاس رسی او ورسره د بلخ ولایت د لوړ پوړو دولتي چارواکو دوه ګونۍ چلند دا ټولې هغه ستونزې دي، چې کوچیان وايي، د دوی ژوند یې د بلخ ولایت په ۹ ولسوالیو کې تنګ کړی او مجبور دي دا سیمې پرېږدي.

کوچیان وايي، چې په بلخ ولایت کې نسبت هربلې دولتي ادارې ته د کوچیانو له مدیریت سره کم توجه یي موجوده ده او د بلخ ولایت د مقام لخوا د کوچیان ستونزو ته هېڅ ډول رسیدګي نده شوې.

د بلخ ولایت کوچیان وايي، که یې ستونزو ته په موقع سره رسیدګي ونشي او غصب شوي څړځایونه او ځمکې يې د محلي زورواکو لخوا خوشي نشي او دا مسله د یوې اوږدې مودې دوام ولري، د دې امکان شته چې په شمال زون خاصتآ بلخ ولایت کې د کوچیان لرغونی فرهنګ له مینځه ولاړ شي او ژوند یې بله بڼه خپله کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ

XS
SM
MD
LG