د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د کرکټ د بریا په اړه د افغان چارواکو مبارکیانې


د ۲۰۱۵ کال د کرکټ په نړېوال جام مسابقو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له خوا د سکاټلنډ ملي لوبډلې ته د ماتې ورکولو امله خلکو او چارواکو خوښي څرګنده کړې ده.

ولسمشراشرف غني او پخواني ولسمشرحامدکرزي په جلاجلا خبرپاڼو کې کرکټ بورډ، د کرکټ ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته د دغه بریا مبارکي ویلې او کرکټ ټیم ته یي د لابریالیتوبونو هیله ښودلې.

د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ښاغلي غني د ورزش په میدان کې د افغان ولس لپاره دا یوه ستره بریا بللې او له خلکو یي غوښتي چې د ملي لوبډلې د بیرته را ستنیدو پرمهال یې تود هرکلی وکړي.

د ازادۍ راډیو مسوولان او کارکوونکي هم د کرکټ ملي لوبډلې بریا ټولو افغانانو ته مبارکي وايي او هیله لري چې افغان کرکټ ملي لوبډله نورې بریاوې هم ترلاسه کړی.

اجرایوي ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي ویلې، دا یې د هېواد لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بللې او په پاتې درې نورو لوبو کې یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د بریا هیله ښودلې.

همدارنګه د خوست او میدان وردګو ولایتونو سرپرستو والیانو هم دا بریا ټولو هېوادوالو ته مبارکي ویلي.

د خوست ولایته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې بریا په نړۍ د افغانستان بیرغ اوچت او ټولو افغانانوته یې و یاړ ور په برخه کړ.

د میدان وردګو ولایت څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته یې ډالۍ هم په نظر کې نیولې.

XS
SM
MD
LG