د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

په افغانستان کې د برفکوچونو او سیلابونو له امله ۲۳۰ تنه مړه شوي


د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورو ورېدو، برفکوچونو او سېلابونو له کبله د تلفاتو شمېر له ۲۳۰ کسانو اوښتی.

د پنجشېر په پنځو ولسوالیو کې څو کلي تر واورو لاندې شوي او برفکوچونو لسګونه کورونه او لسګونه انسانان لاندې کړي دي.

په دې سیمو کې واورې تل ورېږي؛ خو سږنی واورې ساری نه لري او هېڅکله يې هم دومره تلفات نه درلودل. د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې له خوا د تلفاتو ورکړل شوي رسمي ارقام تر دې مهاله ۲۳۳ کسان دي.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس آزادۍ راډیو ته وویل چې دا تلفات د تېرو څو اونیو د پرله پسې واورو د ورښت او برفکوچونو نتیجه ده:

"درنو واورو او د بارانونو ورښت، د هېواد په ډېری ولایتونو کې تلفات اوړلي دي؛ په تېره په پنجشېر ولایت کې چې په خواشینۍ سره ۱۶۵ کسان یې وژلي او یوشمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي."

ښاغلي سیاس زیاته کړه چې په پنجشېر او نورو ولایتونو کې له مصیبت ځپلو کورنیو سره د مرستې هڅې روانې دي. د نوموړي په وینا د وروستیو طبیعي پېښو له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره سل میلیونه افغانۍ بېلابېلو ولایتونو ته استول شوي دي.

د پنجشېر ولایت د عبدالله خېلو سیمې اوسېدونکی خدایداد وايي چې په خپل ټول ژوند کې یې دومره درنې واورې نه وې لیدلې.

د خنج ولسوالۍ اوسېدونکي محمدعلم او عبدالهادي وايي چې د درنو واورو د ورښت له کبله لسګونه کورونه تر واورو لاندې شوي او د دوی په وینا، د دې پېښو انساني تلفات ښايي اصلا تردې زیات وي:

د پنجشېر مرستیال والي عدالخبیر بخشي وايي چې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې انساني تلفات اوښتي دي. ښاغلي بخشي آزادۍ راډیو ته وویل چې ګومان کېږي لسګونه نور کسان به ښايي تر واورو لاندې شوي وي:

"ترټولو زیات تلفات په پنځو ولسوالیو او مرکز کې وو. په پریان ولسوالۍ کې د تلفاتو شمېر له اتیا تر نوي کسانو ته رسېږي. د حصه اول او درې ولسوالۍ هم په همدې توګه."

په همدې حال کې په پنجشېر کې د دې طبیعي مصیبت د یوشمېر قربانیانو د ډله ییزې جنازې مراسم پرون ترسره شول.

پر پنجشېر سربېره د هېواد په نورو سیمو کې هم د واورو د ورېدو او برفکوچونو له کبله خلکو ته ځاني او مالي تلفات اوښتي دي. د چارواکو په وینا یوازې په بدخشان ولایت کې د انساني تلفاتو شمېر ۲۴ کسانو ته رسېږي.

له سالنګونو، د پروان او بغلان له نورو سیمو او همداراز له بامیان ولایت څخه هم د تلفاتو راپورونه رارسېدلي دي.

د سالنګ لاره اوس مهال بنده ده او په دې لویه لاره کې دومره ډېره واوره پرته ده چې د چارواکو په وینا پاکول یې ښايي لږترلږه یوه اونۍ وخت ونیسي.

عموما د کال په دې موسم کې د واورو په ورښت کې کموالی راځي خو سږکال د ژمي په وروستیو ورځو کې د هېواد د شمال او شمال ختیځ په سیمو کې درنې واورې وورېدلې.

XS
SM
MD
LG