د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

فیروز: ۵۰٪ افغانان له اساسي روغتیایي خدماتو بې برخې دي


د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وایې، لا هم پنځوس فیصده افغانان له اساسي روغتیایي خدماتو بې برخې دي.

د عامي روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز آزادي راډیو ته وویل چې دا ستونزه تر ډیره د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې شته.

د عامي روغتیا وزارت وایي، د ناکافي روغتیایي خدماتو له امله هر کال څه باندې درې سوه میلیونه ډالر له افغانساتانه بهر د تداوۍ لپاره ایستل کیږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز له آزادي راډیو سره مرکه کې وویل؛ سره له دې چې د روغتیا په برخه کې افغانستان یو لړ لاسته راوړني لري؛ خو وایي چې لا هم پنځوس فیصد افغانان اساسي روغتیایې خدمات نه لري:

"په وروستیو دولسو او دیارلسو کلونو کې ځینې پرمختګونه شوي. خو لا هم موږ ډیرې ستونزې لرو او لا هم پنځوس فیصده افغانان اساسي روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري؛ په خاصه توګه په اطرافو کې."

ښاغلی فیروز وایي، تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې له روغتیایي خدماتو د محرومو سیمو لپاره د امکاناتو د برابرولو په خاطر ځیني پروګرامونه لري.

که څه هم د میندو او ماشومانو د مړینې د سطحې را ټيټول؛ د روغتونونو او ډاکټرانو زیاتوالی او داسې نور موارد د عامي روغتیا وزارت له لاسته راوړنو څخه بلل کیږي؛ خو اړتیاو ته په کتو دا خدمات کافي نه دي.

د دې ترڅنګ ټیټ کیفیت لرونکي یا تجارتي درمل بله ستونزه ده چې لا هم د عامي روغتیا وزارت نه دی توانیدلی؛ ورته یوه اساسي حل لاره پيدا کړي.

یو شمېر عام خلک هم وایي چې حکومت په تیرو کلونو کې د روغتیا برخې ته لکه ځنګه چې لازمه وه؛ پام نه دی کړی.

د کابل دوه اوسیدونکي محمد حنیف تسل او حرمت الله نجیب:

"۱- ضعف د مدیریت او ناسم مالي لګښتونه هغه عوامل دي چې دوی و نه توانیدل؛ د ټولو خلکو لپاره سم روغتیایي خدمات وړاندې کړي. په ځينو کلیو او ولسوالیو کې کلینیکونه شته؛ خو معیاري خدمات نه شي وړاندې کولای.

۲- په افغانستان کې روغتیایي خدمات په نوم دي. کابل کې یو څه شته، خو په اطرافو کې هیڅ خدمات نشته. دې دیارلسو کلونو کې روغتیا لپاره سم کار نه دی شوی."

هر کال زرګونه افغانان په زیاتو لګښتونو سره بهرنیو هیوادونو لکه؛ پاکستان، ایران، هند او ترکیې ته د درملنې لپاره ځي.

دا نه یوازې دا چې له اقتصادي پلوه خلکو او هم حکومت ته زیان رسوي؛ بلکې کله ناکله د زیات وخت په تیریدو سره د ناروغانو درملنه پر وخت نه کیږي او ناروغ تلف کیږي.

کارپوهان هم په دې برخه کې حکومت او په ځانګړي توګه د روغتیا وزارت ملامتوي او وایي جې د ناسم مدیریت او اداري فساد له امله نه دی توانیدلی چې خلکو ته اړین روغتیایي خدمات ورسوي.

XS
SM
MD
LG