د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

خپلسري وسله وال د بشري حقونو په جدي سرغړونې تورن ګڼل شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ په ځينو ولایتونو کې د غیر مسوله وسله والو فعالیتونه د بشري حقونو د ناسم وضعیت د رامنځ ته کیدو لامل ګرځيدلي.

سره له دې چې افغان حکومت په تیرو څو کلونو کې د غیر مسووله وسله والو د فعالیتونو د مخنیوی لپاره اقدامات کړي؛ خو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، لا هم بشري حقونه له دې اړخه په ځینو سیمو کې تر پښو لاندې کیږي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار وايي؛ د غیر مسوله وسله والو فعالیتونه تر ډيره په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې لیدل کیږي او دا کسان د خلکو له زورونې سره سره د ښځو او ماشومانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې هم لاس لري.

ښاغلي بیدار د پنجشنبې په ورځ له آزادي راډيو سره خبرو کې دا مساله د اندیښنې وړ وبلله او له حکومته یې وغوښتل چې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات وکړي.

"دغو نامسووله وسله والو په ځينو ولایتونو کې د بشري حقونو د نقض لپاره ډير بد ماحول راپیدا کړی دی. ډير اندیښمن یو او دا ډيره اړینه ده چې دا کسان بې وسلې شي."

ښاغلي بیدار په پروان او بغلان ولایتونو کې دغیر مسوله وسله والو له لورې د تاوتریخوالې ځینو پيښو ته اشاره وکړه او ددې ستونزې د مخنیوی لپاره یې د حکومت مخکیني اقدامات ضعیفه و بلل.

کندز، تخار او بغلان هغه ولایتونه دي چې پکې د راپورونو له مخې د غیر مسوله وسله والو نفوذ زیات دی.

د کندز د خان آباد ولسوالۍ د چهارتوت د کلي اوسیدونکی کریم الله هم له دې ستونزې شکایت کوي.

"شاوخوا پنځوس وسله وال دي چې په خلکو ظلمونه کوي. دوي له خلکو پيسې غواړي او ډوډي یې ورباندي حواله کړې ده."

په یو شمیر ختیځو ولایتونه کې هم خلک د غیر مسوله وسله والو له شتونه شکایت لري او وايي چې وخت نا وخت د دا ډول کسانو له لورې ګواښل کیږي.

د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي چې نوم یې نه اخیستی، له آزادی راډیو سره خبرو کې د غیر مسوله وسله والو څخه خپل شکایت داسي بیان کړ.

"درې نیم څلور سوه کورنۍ دي. د چا یو جریب د چا دوه او د چا د هم نیم جریب ځمکې دي. دا ځمکې خرڅوي او بیا یوه دوې میاشتې وروسته بل ځای ته ځي. دا ټول زورواکان دي."

د غیر مسوله وسله والو ستونزه نوې خبره نده بلکې له کلونو راهیسې د هیواد په بیلابیلو برخو کې موجوده ده.

د راپورونو له مخې، په وسله والو غلاوو، وژنو او پر ښځو او ماشومانو جنسي تیرو کې هم تر ډيره دا ډلې لاس لري او تر ډيره داسي سیمو کې فعالیت کوي چې، هلته د دولت کنټرول نه وي.

د کورنیو چارو وزارت په وار وار ویلي چې ددې ستونزې د هواري لپاره یې کوښښونه پيل کړي، خو لا هم په ځينو سیمو کې دا ستونزه په خپل حال پاته ده.

دغه وزارت څه موده وړاندي اعلان وکړ چې، په پروان او ځينو نورو ولایتونو کې يې د غیر مسوله وسله والو د فعالیتونو د مخنیوی لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش آزادی راډيو ته وویل چې، لا هم دا کمپاین جریان لري.

"اوس هم هره ورځ د افغانستان له ګوډ ګوډ نه چې موږ ته د استخباراتي دستګاو او خلکو له لورې معلومات رسیږي. موږ ددې غیر مسوله وسله والو د نیولو لپاره اقدام کوو."

دی وايي، د دې کمپاین پر مهال یې زرګونه میله وسلې هم ترلاسه کړي دي.

خو د پروان ځينې اوسیدونکي د کورنیو چارو وزارت له لورې د غیر مسوله وسله والو د ټولولو له کمپاینه ناخوښ ښکاري او وايي چې، لا هم دا ډول کسان په دغه ولایت کې شته.

د امنیتي چارو څیړونکی حی ګل سلیمان خیل وايي، د دایاګ یا له غیرمسوله کسانو د وسلو د ټولو پروګرام په سمه توګه ندی عملي شوی او دا ددې سبب و ګرځيد چې غیر مسوله وسله والې ډلې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

"دغه دایاګ پروګرام چندان عملي او جدي نده. دولت باید دغه کسان بې وسلې کړي اوعملیات باندي وکړي. تلاشي وکړي. کله چې وسله راټوله شوه، له هغه نه وروسته پنځوس فیصده افغانستان کې امنیت ټينګیږي."

دغه کارپوهان وايي، دا ډلې تر ډيره د پياوړو حکومتي کسانو له لورې حمایه کیږي.

د دولت د وسله والو مخالفینو تر څنګ اوس نو غیر مسوله وسله وال هم د خلکو او هم حکومت لپاره یو سرخوږي دی.

د هغو سیمو اوسیدونکي چې له دا ډول ستونزو سره مخامخ دي له حکومته غواړي چې، د غیر مسوله وسله والو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي که نه نو دوي به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG