د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

جمهور رئیس غنی: په پنجشیرکی زراعت د یوه کال لپاره له منځه تللی


د پنجشیر ولایت چارواکې د جمهور رئیس اشرف غنی له خولې وایي چې په دي ولایت کي د وروستیو واورو له امله په ځانې او مالې تلفاتو سربیره، په سیمه کي د یوه کال لپاره زراعت هم له منځه تللی دی.

جمهور رئیس غني د جمعې په ورځ له مصیبت ځپلو سیمو څخه د کتنې په مقصد پنجشیر ولایت ته ولاړ.

اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله هم له دریو ورځو راهیسي په پنجشیر کي و او جمهور رئیس ورته دنده وسپارله چې له مصیبت ځپلو سره د مرستې چارې دي تنظیم کړې.

په تیرو دریو لسیزو کي دا په پنجشیر کی ترټولو ناوړه طبیعې حوادث ګڼل کیږي. په دي ولایت کي د واورو ښوئیدو له امله له ۱۸۵ زیات کسان مړه شویدي ، خو د تلفاتو شمیرممکن له دي هم زیات وې.

د افغانستان جمهور رئیس له مصیبت ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ او د مرستې د چارو د څار په مقصد د جمعې په ورځ پنجشیر ته ولاړ او ویي ویل چې په دي ولایت کي تقریبا د یوه کال لپاره کرنه (زراعت) له منځه تللې.

د پنجشیر ولایت د والې مرستیال عبدالخبیر بخشي آزادي راډیو ته وویل، د پنجشیر مصیبت ځپلو ته مرستې باید په ملي سطحه زیاتې شي.

« جمهور رئیس په یوې غونډه کي ټینګار وکړ چې لږ ترلږه تر یوه کاله پوري په پنجشیر کي زراعت له منځه تللی او لږ ترلږه تر یوه کاله پورې څاروې چې د خلکو ژوند ورپورې مربوط دی، هم له منځه تللي دي. دا مسله جمهور رئیس او اجرائیوي رئیس درک کړې او هیله من یو چې په ملي سطحه د مرستو رسولو ته هم پام وکړي».

راپورونه وایي، د پنجشیر ولایت پنځو ولسوالیو او سیمو ته زیات تاوان اوښتی دی. د پریان او حصه اول ولسوالۍ ترټولو زیاتې ځپل شویدي.

د پنجشیر ولایت په ځینو برخو کي د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو تر دوو میترو پورې واوره وریدلې وه او په پرله پسې ډول واورې ښوئیدنې شوې وې.

په پنجشیر ولایت کي د مدنې ټولنې فعال شمس الدین حامد آزادي راډیو ته وویل، له زرو زیاتې کورنۍ له ګواښ سره مخامخې دې:

« یولس زره کورنۍ له خطر سره مخامخ شوې چې د پریان او حصه اول ولسوالیو له جګو سیمو څخه باید وایستلې شي، که چیري په راتلونکو څلور پنځو ورځو کي واورې واورې، دا کسان هم ممکن له منځه ولاړ شي».

د افغانستان د طبیعي حوادثو د مبارزې اداره وایي، د پنجشیر ولایت مصیبت ځپلو ته یي د مرستې مواد استولې دې، خو د انتقال چارې یي د لارو د بندښت له امله له خڼد سره مخامخ شویدي.

د مصیبت ځپلو سیمو ځینې اوسیدونکې شکایت کوي چې دوي ته عاجلې مرستې ندي رسیدلي.

په افغانستان کي د طبیعی حوادثو له امله په زیات شمیر کي د خلکو د مرګ ژوبلې یو علت دادی چې د خلکو کورونه په معیاري ډول ندی جوړ شوي.

تیرکال د بدخشان ولایت په ارګوي ولسوالۍ کي د ځمکې ښوېیدو په پیښه کي په زرګونو کسان ژوندي تر خاور لاندي شوي وو.

XS
SM
MD
LG