د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د اوکراين د پارلمان يو غړی د روسي پوليسو له خوا ونيول شو


بوريس نمڅوف پر کريملين سخت انتقاد کاوه او د روسيې د صدراعظم پخوانی مرسیتال و. نيمڅوف د فبرورۍ په ۲۷مه په مسکو ښار کې په ډزو ووژل شو. د ده وژنې د زرګونو خلکو اعتراضونه راوپارول.

د يکشنبې په ورځ، له هغه لاریونه يوه ورځ مخکې چې د بوريس نيمڅوف په ياد کې راووتی؛ د اوکراين د پارلمان يو غړی په مسکو کې نيول شوی دی. ويل کيږي چې دی وروسته خوشې شو؛ خو ورته حکم شوی دی چې نن محکمې ته حاضر شي.

د اوکراين د پارلمان يو غړی، الکسي اونچارنکو د روسي پوليسو له خوا په مسکو کې يوه ورځ مخکې له هغه ونيول شو چې د روسيې د حکومت مخالف او د پخواني صدراعظم مرسیتال بورس نيمڅوف په ياد کې لاريون وشو.

د الکسي مدافع وکيل د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې الکسي اونچارنکو د يکشنبې په ورځ ناوخته د پوليسو له خوا خوشې شوی دی؛ خو ورته ويلي شوي چې نن بايد محکمې ته حاضر شي.

الکسي اونچارنکو د آزادي راډيو له مرکزي څانګې سره په خبرو کې ويلي؛ د ده نيول کېدل هيڅ دليل نه لري او ده هيڅ غلط کار نه دی کړی.

دی وايي چې پر کميس يې د فبرورۍ په ۲۷مه وژل شوي د کريملين سياسي بوريس نيمڅوف انځور جوړ شوی و چې پر لیکلي وو:

"اتلان هيڅ کله نه مړه کيږي."

د روسيې د تحقيقاتو فدرالي کمېټه وايي؛ له الکسي اونچارنکو څخه يې په اډيسه ښار کې د تېر کال د لاريون پر مهال د اور لګېدو په اړه پوښتنې کړي دي.

د الکسي اونچارنکو مدافع وکيل وايي؛ الکسي د مدافع وکيل او يا اوکرايني قونسل د نه شتون پر مهال پلټونکو ته له څه ويلو څخه ډډه کړې ده.

الکسي اونچارنکو په مسکو کې د اوکراين له سفارت څخه له آزادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ دی نه غواړي د راتلونکي په اړه وړاندوینه وکړي او پر روسي محکمه باور نه لري.

د الکسي اونچارنکو په وينا، دی فکر کوي چې د ده د نيول کېدو پرېکړه يوازې د ولاديمير پوټين ده.

دا په داسي حال کې ده چې د روسيې د حکومت سياسي مخالف ګاري کاسپاروف د بوريس نيمڅوف وژل کېدو او په دې وژنه کې د ولاديمير پوټين د لاس درلودلو ته په اشاره سره د NBC تلويزيونه ته ويلي:

"دا چې ولاديمير پوټين به مستقيم حکم ورکړی وي چې بوريس نيمڅوف ووژني؛ په دې نه پوهېږم او کېدای شي هيڅ کله به ونه پوهيږو. خو په روسيه کې څلرويشت ساعته داسې تبليغ روان دی چې د پوټين مخالفين د ملي خاينانو، پنځم ستون او د هيواد د دښمنانو په توګه معرفي کيږي او بوريس د پوټين د حکومت د سختو مخالفینو څخه يو وو."
دا په داسي حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره په جنيوا کې وليدل.

XS
SM
MD
LG