د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

کري وايي د ایران د اټومي پروګرام په اړه پرمختګ شوی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي؛ د تهران د اټومي پروګرام په اړه پرمختګ شوی؛ خو یوه توافق ته د رسیدو لپاره اوږده لار په مخکې ده.

کري چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډې په څنګ کې یې په جنیوا کې خبرې کولې؛ زیاته یې کړه چې وخت په تېرېدو دی.

د امریکا متحده ایالات، روسیه، فرانسه، بریتانیا، چین او جرمني هڅه کوي چې د تهران د اټومي پروګرام د بندولو په مقصد یو تړون رامنځ ته کړي او په بدل کې یې په ایران باندې لګول شوي بندیزونه یو څه کم شي.

ایران د لویدیځو هیوادونو دا ادعا رد کړې چې ګوندې تهران په پټه د اټومي وسلو د تولید په لټه کې دی.

که څه هم چې یوې وروستۍ معاملې ته د رسېدو لپاره تیرکال دوه ځلې ټاکلې موده پوره شوې وه او کوم تړون نه و لاسلیک شوی؛ دا مهال د وروستۍ معاملې لپاره د جون دېرشمه ټاکل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري خبرداری ورکړ چې عمومي خبرې ممکن له ایران سره وروستۍ معامله له ستونزو سره مخامخ کړي. ده په دې اړه زیاتې څرګندونې ونه کړې.

ټاکل شوې چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي او له تهران سره د شپږو طاقتونو د معاملې په اړه مخالفت څرګند کړي.

نتنیاهو پرون په واشنګټن کې یوه کنفرانس کې د خبرو پرمهال وویل:

"اسراییل او د امریکا متحده ایالاتو توافق کړی چې ایران باید اټومي وسلې تر لاسه نه کړي؛ خو موږ دې وسلو ته د ایران د لاس رسۍ د مخنیوي د لارې په اړه موافق نه یو."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون په جنیوا کې خبریالانو ته وویل؛ که په خبرو کې دخیل ټول اړخونه پوره سیاسي اراده ولري او په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو په لري کولو سلا شي؛ د روانې اوونۍ په پای کې ممکن یوه معامله رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG