د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د طالبانو یو جګپوړی پلاوی د سولې د خبرو لپاره اماراتو ته تللی


ځینو خبري رسنیو ویلي چې د طالبانو جګ پوړې کسان له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په مقصد؛ په عربي متحده اماراتو، قطر، پاکستان او چین کې لیدنې کتنې او مذاکرې کوي؛ خو افغان حکومت وایي، له طالبانو سره به خبرې په نږدې ورځو کې پیل شي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت وایي؛ په نږدې راتلونکي کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پيل شي؛ په ځینو خبري او ټولنیزو رسنیو کې ویل کیږي چې د طالبانو یو جګ پوړی هیات د سولې د مذاکرو په مقصد عربي متحده اماراتو ته تللی دی.

د راپورونو له مخي، د طالبانو یو هیات دا مهال د ملا عباس اخوند او جلیل اخوند په مشرۍ په عربي متحده اماراتو کې دی او یو بل جګ پوړی طالب مشر ملا احمد جان د پاکستان له کراچۍ ښار نه دوبۍ ته تللی؛ ترڅو په مذاکرو کې د طالبانو د شورا نظر څرګند کړي.

د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه او ژرونالیست سمیع یوسفزی وایي؛ د دواړو اړخونو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي:

"مولوي عبدالسلام او قاري دین محمد په پاکستان کې د دې هېواد له مشرانو او حتی د چین له چارواکو سره هم کتلي دي. په دې برسیره، ویل کیږي چې د طالبانو د دفتر مشر سید طیب آغا د ناروې په ګډون؛ ځینو اروپایي هیوادونو ته هم سفرونه کړي دي. دا ټول د دې ښکارندوی دي چې مذاکرې په بلیلا بیلو ځایو کې روانې دي او هیله ده چې نتیجه به ورکړي."

دا اندیښنې هم شته چې د طالبانو ټول مشران یعنې د افغانستان په دننه او پاکستان کې طالب مشران ممکن د سولې د مذاکرو په اړه یو شان دریځ یا نظر ونه لري.

سمیع یوسفزی وایي، که چېرې پاکستان پر طالبانو فشار واچوي او هغوی د سولې خبرو ته کینوي؛ دا به د سولې د پروسې له بري سره مرسته وکړي. د یوسفزي په باور، د طالبانو ترمنځ تر اوسه ټینګه همغږي شته؛ د دوی ترمنځ په تیرو دیارلسو کالو کې په دې خبرې اتفاق شوی و چې د بهرنیو ځواکونو پرضد به مقاومت او جګړه کوي؛ خو دا مهال نوې سناریو یا داستان پیل شوی او طالبان په احتیاط سره پرمخ ځي:

"دا مهال ممکن د طالبانو د مشرانو ترمنځ همغږي وي؛ خو دوی له پوره احتیاطه کار اخلي. طالب مشران وېره لري، که چیرې پرېکړه وکړي آیا هغه وسله وال چې د افغانستان په داخل کې د بهرنیو ځواکونو او افغان دولت پرضد جنګیږي؛ د دوی د سولې پریکړه به ومني؟

له همدې امله طالب مشران له احتیاطه کار اخلي ترڅو د طالبانو کوم مشر راپورته نه شي او ونه وايي چې زه د سولې دا خبرې نه منم.

که چېری داسې وشي، ممکن یو شمیر وسله وال چې قربانۍ یې ورکړي؛ د دغه کس تر شا ودریږي."

سمیع یوسفزی دغه راز وایي، داسې ښکارې چې طالبانو درک کړې ده چې باید په یوه سیاسي قوت بدل شي او ورو ورو په همدې لورې روان دي.

XS
SM
MD
LG