د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د هند د بهرنيو چارو سکرتر له پاکستان سره د هند پر اړيکو خبرې کوي


د هندوستان د بهرنيو چارو سکرتر له پاکستانيو چارواکيو سره د خبرې اترو لپاره د سه شنبې ورځ په يو دوه ورځني سفر د دې هېواد پايتخت اسلام اباد ته راغلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چارواکيو په وينا؛ د هند د بهرنيو چارو سکرتر "ايس. جى شنګر" به په اسلام اباد کې پرخپل سيال اعزاز احمد چودهري سربېره د پاکستان له صدراعظم نواز شريف او يو شمېر نورو چارواکيو سره وګوري او په لړ موضوعاتو بۀ ورسره خبرې وکړي.

که څه هم د پاکستان حکومت تر دې دمه د ايس جى شنګر د سفر او کتنو د ايجنډا په اړه څۀ نه دي ويلي؛ خو د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ نوموړى به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د ځنډېدلې لړۍ د بېرته پيل او په يو شمېر نورو دوه اړخيزو او سيمه ييزو اړيکيو خبرې وکړي.

هند له پاکستان سره څه موده مخکې تر هغې وروسته د خارجه سکرترو په سطح خبرې اترې وځنډولې، چې په نوي ډيلي کې د پاکستان هايي کمشنر عبدالباسط د هندي کشمير له يو شمېر ازادي غوښتونکيو مشرانو سره وليدل.

بلخوا د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو ځينې څارونکي دې هېواد ته د هند د بهرنيو چارو د سکرتر سفر او ددواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د ځنډېدۍ لړۍ پيل، دواړو هېوادونو او سيمې لپاره مهم ارزوي او وايي، چې په سيمه کې د امن لپاره د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ ښې اړيکي د ټولو په ګټه دي.

په پېښور پوهنتون کې د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر پروفيسر سرفراز خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې نه صرف ښې دي، بلکې ضروري دي. ممکنه نه ده چې افغانستان، پاکستان، هند او ايران په خپلو کې خبرې ونه کړي و د ترهګرۍ مخنيوى وکړي، دا ممکنه نه ده. ضروري ده چې دې نه پس دوى نه صرف مذاکرات وکړي، خبرې اترې وکړي، بلکې په ځينو معاملاتو کې دومره ډېر تعاون وکړي، چې له يو بل سره استخباراتي معلومات شريک کړي او ورسره ورسره د ترهګرو مخنيوي لپاره داسې عمليات شريک کړي، چې هغوى د پاکستان، هند او افغانستان په ولسونو باندې بيا بيا حملې کوي، هغوى ته نجات ميلاو شي. دا ضروري ده."

په عين حال کې هندي رسنۍ وايي، چې پاکستان ته ددې هېواد د بهرنيو چارو د سکرتر سفر د سارک سازمان هېوادونو ته د هغه د سفرونو د لړۍ يوه کړۍ ده.

پاکستان ته سفر مخکې نوموړي د بوټان او بنګله دېش سفرونه هم کړي دي او ټاکل شوى، چې جى ايس شنکر به د چهارشنبې په ورځ له اسلام اباده کابل ته لاړ شي او له افغان چارواکيو سره بۀ هم وګوري.

د يادونې وړ ده، چې په هندوستان کې نريندرا مودي په مشرۍ د بي جي پي ګوند د حکومت تر رامنځته کېدو وروسته د هند و پاکستان اړيکي يو څه ترينګلي شوي او همداراز په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو پوځيان پر ګډه پوله پر يو بل بريدونه هم ډېر کړي، چې له امله يې تر دې دمه يو شمېر پاکستانيو ملکيانو او پوځيانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG