د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

د سولې په خبرو کې ښځو ته د ونډې ورکولو غوښتنه وشوه


د بشري حقونو د څار سازمان وايي د افغان حکومت او وسله والوطالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې باید افغان ښځې هم شاملې شي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي؛ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې باید افغان میرمنې د پام وړ ونډه ولري.

دې سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ دې د سولې په حکومتي پلاوي کې افغان میرمنو ته هم ونډه ورکړل شي.

د بشر حقوقونو د څار سازمان په راپور کې همدرانګه راغلي چې یوه اوونۍ وړاندې د ملي وحدت حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غوڼده کې ویلي چې تر راتلونکې یوې اوونۍ به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.

یاد سازمان وايي، د سولې پیلیدونکې خبرې به د ملي وحدت حکومت له جوړېدو را وروسته لومړنۍ خبرې وي چې کیږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مسوولې او تحقیق کوونکې "هیدر بار" په خپاره شوي راپور کې ویلي چې د سولې په خبرو کې د ښځو حضور مهم دی او ټولې خواوې دې پوه شي چې د سولې په پروسه کې به د افغان میرمنو ونډه د پام وړ وي.

په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې په داسې حال کې پیلیدونکې دي چې ښځینه فعالانې اندېښمنې دي چې په احتمالي ډول د سولې په پروسه کې به د افغان میرمنو له رول نه سترګې پټې شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړیې فوزیه کوفي د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه د اهمیت وړ بولي او ټینګار کوي چې افغان حکومت د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګنې پریکړلیک عمل وکړي د یاد پریکړه لیک له مخې دې د سولې په پروسه کې ښځو ته فعاله ونډه ورکړي.

میرمن کوفي له ازادۍ راډیوسره په خبرو کې وویل:

"ښځو ته باید د سولې او مزاکراتو په برخه کې ونډه ورکړل شې؛ موږ د سولې پروسه ناقصه ګڼو چې په هغه کې ښځې ونډه ونه لري."

له دې وړاندې هم په افغانستان کې یوشمېر ښځینه مدني فعالانو له افغان حکومته غوښتي چې د سولې په پروسه کې باید د افغان میرمنو له ونډې سترګې پټې نه شي.

د بشر حقونو د څار سازمان په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره ۲۵ ځله د سولې خبرې کړې چې یواځې په دوه دوره خبرو کې یې میرمنو ګډون درلود.

د دې سازمان له خوا په خپاره شوي راپور کې همدرانګه راغلي چې افغان لوړ پوړي چارواکي دې له جوړ شوي فرصت نه ګټه واخلي؛ سوله دې وکړي او د افغانستان تمویل کوونکي بنسټونه باید په افغان ولسمشر فشار راوړي؛ څو د سولې په پروسه کې د افغان ښځو ونډې ته پوره پام وکړي.

د چارو افغان کارپوهان هم ټینګار کوي چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید د هېواد ملي ګټو ته ځانګړی پام وکړي او د حکومت د تېرو دیارلسو کلونو لاس ته راړونې نه باید د سولې قرباني شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG