د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

په ننګرهار کې د کرکټ لوبغاړو انځوریز نندارتون جوړ شو


د هېواد نامتو انځورګر حمدالله ارباب په ختیځه سیمه کې د کرکټ بورډ ادارې په همکارۍ د سې شنبې په ورځ د جلال اباد په سپین غر هوټل کې د کرکټ د ملي اتلو لوبغاړو انځوریز نندارتون جوړ کړ چې له کابله هم د کرکټ بورډ چارواکو او د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په کې برخه اخیستې وه.

ارباب د نندارتون په پرانسته کې وویل چې له دې څخه يې هدف د خپلو لوبغاړو تشویق او دارنګه له دې لارې هېوادوالو ته يې دا پيغام ورکړ،چې د کرکټ د بريا پرمهال دې د هوايي ډزو مخنیو وکړي او د بایللو پر مهال دې له زغمه کار واخلي:

"ترڅو چې دا افغانستان وي لوبې به کیږي کله به يې ګټو او کله به يي بایلو نو زموږ غوښتنه دا ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د بدو ردو مخه نیسو او نورهم خپل لوبغاړي وستایو.

بل مساله دا ده چې تېره لوبه موږ وګټله دلته ډزې شوې، شخصي خلکو هم کولې دولتي خلکو هم کولې ډيرخلک زخميان هم شول د ګټلو پرمهال لوبه وکړي، بال او بیټ چاته تحفه کړې بل د خیر کار وکړئ، خو د ډزو مخه ونیسي."

تیره اونۍ کله چې افغانستان له سکاټلینډه لوبه وګټله په ننګرهار کې ګڼو خلکو هوايي ډزې وکړې چې په پایله کې شپږ تنه زخميان شوي وو.

په ختیځه سیمه کې د کرکټ بورډ مشر بختيار ساحل وویل چې د کریکټ د ملي اتلانو دغه انځورونه چې حمدالله ارباب په ګوتو انځور کړي دي،دا به په ملي موزیم کې ځای پرځای شي،ترڅو راتلوونکی نسل خپل ملي اتلان وپيژني:

"دغه انځورونه به موږ ملي ګالرۍ ته واستوو،ترڅو خلک ريښتينې اتلان وپيژني که دغه ډول کارونه کیږي،چې نن ورته نندارتون جوړ شو،سبا ورته نمانځغونډه جوړه شي له دې سره زموږ لوبغاړو نور هم تشویق کیږي".

د افغانستان د کریکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش ددې نندارتون په جوړیدو خوښي ښکاره کړه او په خبره يې لوبغاړي شیبه په شیبه د خپلو هيواوالو احساسات تعقیبوي.

دی وايي، که چیرې دا ډول خپل اتلان وستایل شي دې سره به د کریکټ د ملي لوبغاړو نور هم مرال لوړ شي:

"زموږ لوبغاړي ان په فیسبوک کې کمینټونه هم ګوري، زموږ لوبغاړي هر څه تعقیبوي او که دوی ته مثبت پيغامونه دا ډول نندارتونونه جوړ شي،زموږ لوبغاړي تشویق کیږی او دوی هغه بداو رد هم ګوري،چې هغه يي ډير مايوسه کوي يې".

په ننګرهار د کریکټ د ملي لوبغاړو په ویاړ داسې مهال انځوریز نندارتون جوړ شو،چې ټاکل شوې ده، سبا د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د اسټرالیا هيواد پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

د کریکټ د ۲۰۱۵ نړيوال جام په روانو سیالیو کې افغانستان تر دې دمه درې لوبې ترسره کړي،چې یوه يې ګټلې او دوه يې بايللي دي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG