د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

اوباما: ايران دې لس کاله خپل اټومي فعاليت ودروي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وایي که ایران غواړي چې یوه موافقه ترلاسه شي باید لږترلږه د یوې لسیزې په مخه خپل اټومي فعالیتونه بند کړي.

خو اوباما له رویترز اژانس سره په مرکه کې وویل چې تراوسه د دې چانس لږ دی چې دا ډول یوه موافقه ترلاسه شي.

د امریکا متحده ایالات او پنځه نور قدرتونه هڅه کوي چې له ایران سره یوه موافقه لاسلیک کړي چې له مخې به یې تهران خپله اټومي فعالیتونه محدودوي او په بدل کې به یې لویدیځ پر ایران لګول شوي بندیزونه لیرې کوي.

نتنياهو د موافقې مخالف:

په داسې حال کې چې د اوباما اداره هڅه کوي د روانې میاشتې ترپایه له ایران سره یوه موافقه ترلاسه شي، د امریکا کانګرس به چې پر ایران یې د نویو بندیزونو لګولو ګواښ کړی، نن د اسراییل د صدراعظم چې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه له تهران سره د هرډول موافقې مخالف دی، کوربه وي.

بینامین نیتنیاهو به کانګرس ته په وینا کې په دې تاکید وکړي چې له ایران سره دا ډول یوه موافقه به د اسراییل موجودیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

خو اوباما وایي نتنیاهوچې کله یې تیرکال له موقتې موافقې سره مخالفت څرګند کړ د ایران په اړه یې غلط فکرکړی و.

اوباما وویل نیتنیاهو ویلي و چې ایران به پردغې موقتې موافقې عمل ونکړي او د بندیزونو په لیرې کولو سره به پنځوس ملیارډ ډالره ترلاسه کړي.

اوباما زیاته کړه، موږولیدل چې د دغې موافقې له مخې په مختلفو برخوکې ایران خپل پروګرام ته پراختیا ورنکړه بلکه ځینې برخې یې محدودې کړې.

د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړیو پرته له دې چې له اوباما سره په دې اړه مشوره وکړي نیتانیاهوته د وینا بلنه ورکړې ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوسن رایس د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا اسراییل د عامه چارو کمیټې ته د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړیوالو مذاکراتو په باب وویل:

"کانګرس پر ایران زموږد بندیزونو لګولو په برخه کې مهم رول لوبولی خو اوس باید منفي رول ونه لوبوي. د روانو مذاکراتو په جریان کې نوربندیزونه یا سخت قوانین که تصویبیږي هغه به پردغو خبرو سخت ګوزار وکړي، نړیواله ټولنه به وویشي او د یوې موافقی د نه ترلاسه کیدو ملامتي به پرامریکا واچوي چې دا کاربه زموږدریځ ډیرکمزوری کړي او هم به د بندیزونو میکانیزم خطرناک کړي. په عین حال کې ایرانیان په دې پوه دي چې که دوی له یوې موافقې سرغړوي کانګرس به سمدستي نوي بندیزونه تصویب کړي او د امریکا ولسمشربارک اوباما به یې هم ملاتړ وکړي"

د نړۍ شپږو قدرتونو اوایران د یوې سیاسي موافقې لپاره د مارچ ۳۱ وروستۍ نیټه ټاکلې او یوې هراړخیزې موافقې ته د رسیدو لپاره یې د جون ۳۰ ضرب الاجل ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG