د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

برېښناشرکت: د کابل د بریښنا ستونزه به ژر هواره شي


د افغانستان د بریښنا ریاست هیلمن دی چې په دوو دریو ورځو کې به د کابل د برښنا ستونزې هوارې شي.

له نژدې اونۍ راهیسې چې په سالنګونو کې واورې وریدلې دي، د برق یو شمیر هغه ستنې نړیدلې دي چې کابل ته له ګاونډیو هیوادو په ځانګړې توګه له تاجکستان څخه بریښنا انتقالوي.

کابل چې ویل کیږي پنځه میلیونه نفوس لري نژدې ۵۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري.

د بریښنا کمپنۍ ویاند وحیداله توحیدي ازادي راډيو ته وویل چې په سالنګ کې څلور ډلې په څلورو برخو کې په کار بوخت دي:

« یو ګروپ هغه شپږ پایې جوړوي چې سلیټرونه یې مات شوي ، له نیکه مرغه د دریو پایو سلیټرونه جوړ شوې دي او پر دریو نورو کار روان دی، دوهم ګروپ په هغې کې لاینونه تړي. دریم ګروپ پر هغو دریو پایو بوخت دی چې یو مخ ړنګې شوې دي او هڅه کوي ترڅو نور سیخونه ورسره ویلډینګ کړي. څلورمه ډله د هغو دوو پایو واورې پاکوي چې لا پرې دولس متره واروه د پنځوس متره مربع په مساحت کې پرته ده»

توحیدي هیله څرګنده کړه چې په دوو دریو ورځو کې به کابل ته ۱۷۰ میګاواټه بریښنا انتقال شي، خو دا موقتي پروژه ده او اوږدمهالې پروژه دا ده چې په دریو اونیو کې په سالنګونو کې ټولې پایي جوړې شي او عادي بریښنا کابل ته ورکړو.

د اوس لپاره کابل ته له نغلو، سروبي او ماهیپر څخه بریښنا انتقالیږي. چې د ورځې ۱۲۰ میګاواټه برق دولتي ادارو او ځینو کورونو ته ورکوي.

د بریښا ریاست وایي چې صنعتي پارکونو ته له اوو تر څلور بجو بریښنا ورکوي څو فابریکو ته زیان ونه رسیږي.

په افغانستان کې په تیرو دیارلس کلونو کې په میلیارډونو ډالر ولګول شول خو لاهم دغه هیواد د نړۍ په هغو څو هیوادو کې شمیرل کیږي چې ډیره لږه بریښنا تولیدوي او سړي سر ډيره کمه بریښنا وررسیږي.

XS
SM
MD
LG