د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

د خوست ځوانان په بیلابیلو برخو کې ستونزې لري


نجیب الله الوخېل

د خوست ځوانان وايي، چې دوی له پاره د لازمو کاري فرصتونو نه شتوالۍ، د اساسي او بنسټیزو پروژو کمښت او لوړو زده کړو ته د ځوانانو د جذب محدود امکانات هغه څه دي چې په دې سرحدي ولایت کې يې د ځوانانو اقتصادي ژوند د ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د سېشنبې په ورځ د ځوانانو د همږیتوب په هغه یو ورځني ورکشاپ کې، چې د ولایت مقام په نووښت جوړ شوی وو، ځوانانو په کې خپلې اساسي ستونزې او غوښتنې د ولایت چارواکیو ته په ډاګه کړې.

د ورکشاپ یو تن ګډونوال نصیراحمد روښان مشال راډيو ته د خوست د ځوانانو د اقتصادي ستونزو په تړاو داسې وویل:

"د لازمو کاري فرصتونو نه شتوالۍ، په مختلفو برخو کې د پانګونې نه شتوالۍ، د اساسي او بنسټیزو پروژو کمښت دی، د ځوانانو له پاره د جذب محدود امکانات دي، د هېواد په کچه د عوایدو غیر عادلانه وېش دی، یو وروسته پاتې فرهنګي چاپیریال دی، دا ټول هغه څه دي چې په خوست کې يې د ځوانانو اقتصادي ژوند د ستونزو سره مخامخ کړی دی."

په خوست کې د ځوانانو د همغږۍ د یو ورځني ورکشاپ یو بل تن ګډونوال سپین روان نورزی وايي، چې د ځوانانو بیکاري او د سالمو بوختیاوو نه شتون په دې ولایت کې یو شمېر امنیتي ستونزې هم پیدا کړي دي:

"په خوست کې د ځوانانو بیکاري او وزګارتوب په خپله ناامنیو ته لاره هواره کړې ده، په اطرافو کې امنیتي تهدیدونه د دې لامل شوي دي، چې ځوانان په لږه اندازه په ملي بهیرونو او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه واخلي، په کلیوالي او قومي سطحه د دښتو او غرونو پر سر اختلافونه هم د ځوانانو د انسجام او یو موټیتوب مخه نیسي، حتا دوی ته په امنیتي ارګانونو کې هم د جذب او کارکولو زمینه نه ده برابره شوې."

پاچا خوستي وویل، چې په ملي کچه د منلو احزابو او ګوندونو نه شتون هم پر ولسواکۍ او نظام د ځوانانو باور زیانمن کړی، افغان حکومت د سمتي، ګوندي او ژبني تړنو پر اساس د یو شمېر جوړو ګوندونو پر ځای باید واقعي د ملي ګوندونو ایجاد او ملاتړ ته پاملرنه وکړي.

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وویل، چې دوی د خوست د ټولو اداري واحدونو څخه ۱۵۰ تنه هغه مخکښ ځوانان چې په ټولنیزو او سیاسي مسائیلو کې ښه رول لري، رابللي ول، د دوی نظرونه او غوښتنې يې واخیستې او د ولایت اداره به د دوی غوښتنې تر ممکنه حده عملي کړي.

د ورکشاپ په پای کې خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي هم په خپلو خبرو کې د ځوانانو ستونزې، غوښتنې او انديښنې پر ځای وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د حل په موخه به يې مرکزي حکومت او ټولو اړوندو حکومتي او نادولتي ادارو سره شریکوي.

XS
SM
MD
LG