د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

نتنیاهو: ايران په منځني ختيځ کې د ټولې سيمې لپاره يوخطر دی


د اسراييل صدراعظم بنيامن نتنياهو د امريکا کانګريس ته په خپله وينا کې خبرداری ورکړ چې ايران د سيمې او نړۍ لپاره يو خطردی او د ايران له حکومت سره یو ممکن اټمي موافقه به دا هېواد د اټمي وسلو ترلاسه کولو څخه نه راوګرځوي.

د امريکا کانګريس ته په خپله وينا کې د اسراييل صدراعظم بنيامن نتنياهو وويل چې د ايران سره هرډول ممکنه اټمي موافقه به د دې هېواد مخه ونه نيسي چې اټمي وسلې جوړې کړي.

ده وویل چې دا موافقه به يقیني کړي چې ايران اټمي وسلې جوړې کړي.

نتنياهو وويل چې دا موافقه به ايران ته وخت ورکړي چې اټمي وسلې ترلاسه کړي.

د اسراييل صدراعظم وويل چې ايران په منځني ختيځ کې د ټولې سيمې لپاره يوخطر دی او په عراق، لبنان، يمن او سوريه کې نفوذ لري.

نتنياهو دا هم وويل چې د ايران حکومت د اسرایيل لپاره يو لوی ګواښ دی:

″دا موافقه به په ايران کې مثبت تغير نه راولي بلکه دا به په منځني ختيځ کې منفي تغير راولي.

هغه موافقه چې د اټمي وسلو د پراختيا د مخنيوي لپاره ده، د نړۍ په تر ټولو خطرناکه برخه کې به د اتمي وسلو سيالي پيل کړي. ″

نتنياهو د عراق جګړې ته هم اشاره وکړه چې هلته د امريکا په مشرۍ اييتلافي ځواکونه او د ايران ځواکونه هم د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر وړاندي جګړه کوي.

ده وويل، ايران د اسلامي دولت پرضد په جګړه کې د امریکا ملګری نه دی. ده وویل، کله چې د داعش او ايران خبره کيږي، ستا د دښمن دښمن ستا دښمن دی.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت يوه وياند د نتنياهو دا وینا زړه تنګوونکې او تکراري وبلله او د ايران د دولتي خبري اژانس IRNA د راپور له مخې، دغه وياند د نتنياهو وينا په اسراييل کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کمپاین برخه ده.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي چې د نتنياهو د وینا ليکلي بڼه يې د سې شنبې په ورځ ولوسته او په دې وينا کې هيڅ نوي نه وو. اوباما وويل:

″د اسراييل صدراعظم د موافقې داسې بديل نه کړ وړاندې چې بريالی کېدای شي.

نو باید په دې اړه چې د امريکا او اسراييل لپاره د اندېښنې مرکزي ټکی څه دی، پوه اوسو.

ما له هغه راهيسي چې ولسمشر شوی لا نه وم، ويلي وو چې په بهرنۍ پاليسۍ کې زما یو لومړی هدف به ايران له اټومي وسلو جوړولو راګرځول وي.″

امريکا، چين، برتانيه، فرانسه، جرمني او روسیه له ايران سره د دې هيواد د اټومي پروګرام په اړه له کلونو راهيسي خبري کوي.

لويديځ هېوادونه بېره لري چې ايران به دا پروګرام د اټمي وسلو جوړولو لپاره وکاروي خو ايران وايي، دا پروګرام يې يوازې د سوله يېزو مقاصدو لپاره دی.

XS
SM
MD
LG