په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د جمهور ريیس استازی احمد ضیاء مسعود، د کاراو ټولنیزو چارو وزارت له چارو رضایت ونه ښود.
دی چې د سې شنبې په ورځ د دې وزارت د چارو د ارزیابۍ غونډې ته ورغلی و، د وزارت د چارواکو له راپور وروسته یې وویل، دې وزارت په دیارلس کلونو کې لازم کارونه نه دي کړي.
په عین وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو وویل، که دې وزارت ته کافي بودجه او د قانون سره سم صلاحیتونه ورکړل شي، چارې به یې موثرې شي.
د افغانستان د دولتي ارګانونو د چارو د ارزیابۍ په لړ کې، په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د جمهور ريیس فوق العاده استازي احمد ضیاءمسعود دا ځل د کار او ټولنیزو چارو وزارت بررسي کړ.
ښاغلی مسعود چې د سې شنبې ورځ د کار او ټولنیزو وزارت د چارو د ارزیابۍ ناستې ته ورغلی و، ویې ویل چې دا وزارت په وروستیو دیارلسو کلونو کې د مسلکي ظرفیتونو په جوړولو کې پاتې راغلی دی:
″د دې وزارت دنده چې وکړای شي د بې کارۍ سطح ټیټه، ماهر کارګران تولید کړي او همدا کارګران په هېواد کې دننه او بهرکار وکړي.
دا وزارت اوه زره کارکوونکي لري خو وېې نه ویل چې په کال کې څومره ګلکاران او څومره ترکاڼان روزلای شي. دا اوه زره کارکوونکې څه کوي؟
په دې ډول توجهاتو د ملت قناعت نه شو حاصلولای.″
ښاغلي مسعود وویل، په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا دوه لکه پاکستاني ماهرکارګران په مختلفو کارونو بوخت دي حال دا چې د هېواد کارګران د کار د نشتوالي له امله، له اقتصادي ستونزو شکایت کوي.
ده وویل، که د کاراو ټولنیزو وزارت، په دیارلسو کلونوکې ماهر کارګر روزلی وای، خصوصي سکتور به خپلې پانګې بهرته نه لیږدولې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت ژمنه کړې چې د حکومت په ټولو ارګانونو کې به اصلاحات راولي، د همدې له امله ښاغلي مسعود د دولتي ارګانونو ارزیابي پیل کړې ده.
له دې وړاندې ښاغلي مسعود د سوداګرۍ او صنایعواو کرنې او مالدارۍ د وزارتونو او کابل ښاروالۍ چارې هم ارزیابي کړي او کاري نیمګړتیاوې یې ورپه ګوته کړي دي.
په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتوکې د جمهور ريیس فوق العاده استازي د کاراو ټولنیزو وزارت په ناسته کې دا هم وویل، سربیره پر کارګرانو، د هېواد بې وزلو ماشومانو، کونډو، د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته هم لازمه توجه نه ده شوې.
په عین وخت کې د کار او ټولینزو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همرا وویل، دې وزارت د حرفه یي زده کړو د مرکزونوله لارې د کارګرو روزلو ته هڅې کړي دي:
″د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت یو لکو شپږ اتیا زره، څلورسوه او شپږ تنه د حرفه يي زده کړو په دوه څلویښتو مرکزونو کې روزلي دي.
کومه ارزیابي چې د کار نړېوال سازمان کړې ده، د دې خلکو له جملې نه شپږ اتیا فیصدو ځانونو ته کارونه موندلي دي.″
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال دا هم وویل، دا وزارت یو پالیسي جوړونکې ارګان دی او د پلانونو په پلي کولو کې یې یو شمېر نور دولتي ارګانونو هم شامل دي.
د دې وزارت مرستیال دا هم وویل، ترتیب شوي پلانونه یې تر ډیره حده پلي شوي او ښې نتیجې یې ورکړي دي، خو ښاغلي ورسره موافقه ونه ښوده او ويي ویل:
″دا خبرې چې ته یې کوئ، په کتابونو زیاتې دي، خو مهمه دا ده چې موږ یې په عمل کې ووینو.″
د ناستې په پای کې ښاغلي مسعود سپارښتنه وکړه چې دا وزارت دې خپل کاري راپور، حکومت ته وسپاري.
راپورونه وايي، اوسمهال په افغانستان کې څه باندې لس میلیونه خلک وزګار دي، په لسګونو زره ماشومان په شاقه کارونو بوخت او په لسګونو زره معلولین اود شهیدانو وارثان په سختو اقتصادي ستونزو کې ژوند کوي.
کارپوهان وايي، دولت ته پکار ده چې، د دې ستونزو اوارۍ ته پراخ پلانونه ترتیب او د نړېوالې ټولنې مرستې هم جلب کړي او که نه نو، د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله به ټولنه له نورو ستونزو سره هم مخ شي.
راپور: خان محمد سیند