د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

امریکا او اروپا دا څیړي چې پر مسکو نور بندیزونه ولګوي


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله ویکتوریا نولاند وایي، امریکا او اروپا پر روسیې د نورو سختو بندیزونو د لګولو پرلارو چارو غور کوي.

ویکتوریا نولانډ د کانګرس استماعیه غونډې ته د چهارشنبې په ورځ د دې بندیزونو د احتمالي لګیدو شرایط داسې روښانه کړل:

″ دا مهمه ده چې لګیدلي بندیزونه وساتو او پردې فکر وکړو چې سخت یې کړو.

موږ اوس له اروپایانو سره پردې کار کوو، که چیرته د منسک موافقه تطبیق نه شي، که چیرته له اوربنده سرغړونې پای ته ونه رسیږي، که چیرته درنې وسلې په شا نه شي او داسې نورې هڅې ونه شي نو موږ په کومه برخه کې نور بندیزونه لګولی شو.

که چیرته نورې سیمې لاندې شي بندیزونه به پسې سخت شي او موږ اوس هغه کلي چې د میریپول په لاره کې پراته دي او له خطر سره مخامخ دي څارو، زموږ د بندیزونو ټیم دا اونۍ په اروپا کې دی.″

د اوکراین په ختیخ کې له اپریل راهیسې په جګړو کې تر شپږ زره ډیر کسان وژل شوې دي. خو د فبروري په دولسمه په منسک کې د جرمني او فرانسې د مشرانو په حضور کې اوربند وشو.

ویل کیږي چې تر دې اوربند وروسته جګړې لږې سړې شوې دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وویل چې د اوکراین په ختیځ کې وضعیت خورا ناوړه دی:

″د اوکراین په ختیځ کې، روسیه او د هغې لاس پوڅو بیلتون غوښتونکو داسې چور چپاول او تشدد کړی دی چې د ویلو نه دی.په سلګونو روسیي درنې وسلې او پوځیان د سرحد لور ته رامات شوي.

روان اوړی یوه ملکي الوتکه وویشتل شوه، د دونیڅک هوایي ډګر تباه شو، نن ۸۲ ورځ ده چې اوکراینۍ پیلوټه نادیا سافچینکو د مسکو په زندان کې د نه خوړو په اعتصاب لاس پور کړی دی او په بد حال کې ده، د دیبالڅیف ښار د مینسک د اوربند د تړون په ساحې کې نه دی، خو شپږ ورځې وروسته تر دې چې د فبروري په دولسمه په منسک کې تړون لاسلیک شو، یاغیانو ونیو.″

د اوکراین پوځ له روسیې غوښتي و چې پیلوټه نادیا وروسپاري، خو تیره ورځ د ماسکو یوې محکمې دا غوښتنه رد کړه.

نادیا وایي چې دا تیرکال د جون په میاشت کې روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو د اوکراین په ختیځ کې اختطاف کړه بیا یې روسیې ته واستوله او هلته د دوو خبریالانو په وژنه چې د اوکراین په ختیځ کې یې د جګړې راپورونه ورکول، متهمه کړه.

XS
SM
MD
LG