د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جي شنکر او ملګري پلاوي یې د چهارشنبې په ورځ د افغان ولسمشر، اجرایه ریس او د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره کتلي او د همکاریو په پراختیا یې ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه سفرکې تر ډېره د سارک د غړو هېوادونو او سیمه ییزو همکاریو پر سر خبرې شوي دي.
افغان کارپوهان هند سره د ښه اړیکو هرکلی کوي وايي چې افغانستان ته د هند د اقتصادي همکارۍ راجلبول او پانګونه ډېره مهمه ده.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال په داسې حال کې له افغان چارواکو سره ګوري چې ویل کېږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېر ښه شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند شکیب مستغني په وینا جي شنکر د چهارشنبې په په کابل کې له ولسمشر غني، اجرایه ریس او د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره وکتل.
ښاغلي مستغني ازادۍ راډیو ته وویل چې په دغه لیدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو او سیمه ییزې همکارۍ په پراختیا خبرې وشوې:
″د افغانستان او هند ترمنځ د دوستانو اړیکو او همکاریو او د هغو لومړیتوبونو په اړه چې د سارک د همکاریو سازمان یې لري او دغه شان د سیمه يیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.″
د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارته په همدې اړه په یوې خپرې شوې خبرياڼه کې راغلي چې هند نه یواځې د افغانستان له مهمو تمویل کوونکو هېوادونو څخه دی بلکه یو ښه دوست هم پاتې شوی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د هند اقتصادي همکاري او دغه شان په افغانستان کې د دغه هېواد پانګونه د افغان حکومت لپاره ډېره مهمه ګڼي او وايي پکارده چې له دغه هېواد سره ښه اړیکي وساتل شي:
د اقتصادي چارو یو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر وايي:
″هندوستان واقعاً د افغانستان سره ښې او بې غرضه مرستې کړې دي ، بل خوا یو اقتصادي قدرت دی چې کولای شي په افغانستان کې ښه رول ولوبوي.″
یو شمېرکارپوهانو په دې وروستیوکې پاکستان سره د افغانستان تریوڅه نېږدې والي ورسته دا اندېښنه درلوده چې ګوندي دغه راشه، درشې او اړیکې به هندوستان سره د افغانستان روابط پېکه کړي، خو کابل ته د هندي چارواکو ورستي سفر دا وښوده چې هند لا هم افغانستان سره د ښه اړیکو د ساتلو او پاللو لواله دی.
راپور: اجمل تورمان