د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

زابل: د خاک افغان ولسوالۍ عملیاتو کې له سلو زیات وسله وال وژل شوي


د زابل سیمه ییز چارواکې وايي، د خاک افغان ولسوالۍ په عملیاتو کې تر اوسه له سلو زیات وسله وال وژل شوي دي.

دوی وايي، دا عملیات د یو دیرش برمته شویو مسافرینو د خلاصونه لپاره پیل شوي چې اوس هم روان دي.

په ورته وخت کې افغانستان د کار او پراختیا ګوند او همدارنګه د یرغمل شویو کسانو د کورنیو غړي له حکومته غواړي چې د راخلاصولو په عملیاتو کې له پوره دقته کار واخلي.

وروسته له هغې چې په زابل ولایت کې د برمته شویو مسافرو د خلاصون لپاره خبرو نتیجه ورنه کړه، افغان حکومت په سیمه کې د دغو مساپرو د راخلاصولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

د زابل سیمه ییزو چاروکې وايي، دا عملیات د خاک افغان په ولسوالۍ کې روان دي چې تردې دمه په کې د مشهورو قوماندانانو په ګډون له سلوڅخه زیات وسله وال وژل شوي دي.

د زابل ولایت سیمه يیزو چارواکوچې نه یې غوښتل غږ او نوم یې خپورشي د چهارشنبې په ورځ ناوخته ازادۍ راډيو ته وویل، یو شمېر وسله وال ژوندي نیول شوي چې مشهورقوماندان عبدالله هم په کې شامل دی او همدارنګه یو قزاقي میرمن هم په ټپي حالت کې نیول شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او پراختیا ګوند او د تښتول شویو مسافر د کورنیو غړي له افغان حکومته غواړي چې د راخلاصولو په پوځي عملیاتوکې له پوره دقته کار واخلي.

د دې ګوند مشر ذوالفقارامید په کابل کې خبریالانوته وویل چې که په عملیاتوکې یرغملو شویو مسافروته زیان واوښت مسوولیت به د افغان چارواکو په غاړه وي:

″هرڅومره چې ژر کېږي، موږد مخ پټو وسله والو طالبانو له منګلو څخه د ۳۱ برمته شویو مساپرو د راخلاصولو غوښتنه کوو او که خدای مه کړه برمته شویو مساپرو ته کوم زیان واوښت ملي ناورین به رامنځ ته شي.″

افغان چارواکې وايي، د دوی د معلوماتوله مخې یرغمل شوي مسافر تر اوسه روغ رمټ دي او زیاته هڅه به وشي چې د راخلاصولو په دغو عملیاتو کې ورته زیان ونه رسیږي.

د تښتول شویو مسافرو د کورنیو غړي وايي، تر اوسه ورسره هیڅ ډول مصلحت نه دی شوی او هرې ادارې ته چې ورځي د برمته شویو د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه ورکوي. علي محمد چې ورور یې په یرغملو کسانو کې دی وايي:

″تر اوسه له موږ هیڅ پوښتنه نه ده شوې، د هر رهبر یا رییس دروازې ته چې ځو دا چې موږ ته یوه ښه خبره وکړي راته وايي چې ځئ تر اوسه نه دي وژل شوي، ان خپلو عسکرو ته وايي، د ټلیفون شمېرې ورنه کړئ موږ چېرته ولاړ شو له چا سره خبرې وکړو.″

د روان کال د حوت د میاشتې په څلورمه نېټه مخ پټو وسله والو د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په بادپښ سیمه کې له دوو بسونو نه ۳۱ مسافر راښکته کړل او له ځانه سره یې یو نامعلوم لوري ته یوړل.

د زابل سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي و چې دا کسان د اسلامي دولت ډلې له خوا یرغمل شوي، چې د خلاصون لپاره یې د سې شنبې په ورځ پراخ پوځي عملیات پيل شول.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG