د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

د خدابخش مور: دولت مې دې زوی د مخالفینو له اسارته راخوشې کړي


خدابخش چې له شاوخوا لسو ورځو راهیسې د زابل په ولایت کې له مخالفینو سره اسیر شوی، د کورنۍ غړي او دوستان په کابل کې ویر کوي.

د خدابخش مورله حکومته غواړي چې د هغه د خلاصون هڅې تیزې کړي.

خدابخش یوله هغوکسانو څخه دی چې شاوخوا لس ورځې مخکې له هراته د کابل په لور خوځیدلی و.

د خدابخش د کورنۍ غړي وايي، دی یو عادي دکاندار او د کابل ښار په لېرې سیمه کې له سپین سرې مور، میرمنې او پنځه بچېانو سره په یو زوړخاورین کاله کې اوسیده.

د خدابخش د کورنۍ د غړوپه ونیا، ده سره له دې چې په ژوندانه کې ډیرځوریدلی و، خو یو بشر دوست انسان و.

دوې وايي، خدابخش په همدغو شپو ورځوکې خپله خور او ناروغ خور یي هرات ته رسولي او کله چې بیرته د کور په لورستون شوی په زابل ولایت کې یوې مخ پټې وسله والې ډلې تښتولی دی.

سپین سرې مور يې په یوې سړه کوټه کې ناسته او ورک زوې پسې یی کوکې وهلی.دې چې ژړا یي نه ودریده ویې ویل:

″ای خدایه رحم وکړئ، خدایه په موږغریبانو رحم وکړئ″

د خدابخش له مورسره په کوټه کې د خدابخش زامن، لوڼې، خویندې او وروڼه هم ناست وو، ټولو ژړل او فریادونه يې کول.

شاوخوا دولس کلنې لور یي په سلګوسلګوخپل پلارداسې یاداوه:

″موږخپل پلار پسې ډیرخفه شوی یو، کاشکې راخلاص شي او کورته راشي.″

د دې غمجنې کورنۍ په ناستو کسانو کې د خدابخش میرمن رامعرفي نه شوه، پوښتنه مې وکړه، سپین سرې وویل:

″هغه هم پریشانه ده، د غم له لاسه خپل اولادونه په ژړا نه شي لیدلی، کله په یوه کوټه او کله بله کوټه ژاړي.″

د خدابخش ورونه سره له دې ژړغوني وو، خوهڅه یې کوله چې مور او ماشومانو ته تسلي وکړي او صبر ته یې وهڅوي. د ده مشر ورورمحمد نومیده.ده ازادۍ رادیوته وویل:

″ښار ته به تللو، هر ورځ به یې سودا راوړه، دومره پیسې ورسره وې چې ورځنۍ سودا به پرې کېده او ترماښامه به یې د کورخرڅ ګټلو.″

زامنو يې هم غوښته چې مخالفین ژرترژره د دوي پلار راخوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امینتي ځواکونه وايي، د دې اسیرانو د موندلو او خوشې کولو هڅې روانې دي.

امنیتي مسوولین ډاډ ورکوي، تر اوسه ټول اسیران ژوندي دي.

دا چې خدابخش به کله کورته ژوندۍ راستنیږي او د کورنۍ د غړیو ژړا او فریادونه به یې په خندا بدلیږي، دا به وروسته معلومه شي.

راپور. خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG