د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

ولسمشرغني وايي، د افغان ښځو د رول په برخه کې به بنسټیز بدلون راولي


ولسمشرمحمد اشرف غني یوځل بیا ټینګار وکړ چې په ټولنه کې به د افغان ښځو د رول په برخه کې بنسټیز بدلون راولي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د مارچ د اتمې د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وکړې.

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، حکومت ژمن دی چې د افغان ښځو تېرې دیارلس کلنې لاسته راوړنې خوندي او پیاوړي کړي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د مارچ د اتمې نیټې د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت، په جوړې شوې غونده کې وکړې:

″لومړۍ ژمنه مو دا ده چې د ولسمشرکرزي د واکمنۍ پر مهال لاسته راوړنې به خوندي ساتو او پیاوړې کوو به یې.

اصلي ژمنه مو دا ده چې په ټولنه کې د افغان ښځو په رول کې د بنسټیزو او پایښتني بدلونونو شرایط برابرو او واضح ژمنه مو دا ده چې په دولتي ادارو، پوهنتونونو او ښوونځیوکې د افغان ښځو په وړاندې تاوریخوالی ځای نه لري″

خو ښاغلي غني وویل چې دغه بدلونونه به د اسلامي اصولو په چوکاټ کې رامنځته کېږي.

ولسمشرغني دغه شان وویل چې ډېرژربه د ترکیې په مرسته په کابل کې د ښځو یو پوهنتون جوړ شي او د عامې روغتیا وزارت ته یې د بې وزله میرمنو لپاره د یو روغتون د جوړولو هم ویلي دي.

دغه شان په دغه غونډه کې چې د کابل د اماني لیسې په تالارکې جوړه شوې وه د ولسمشرغني میرمن بي بي ګل غني هم په افغاني ټولنه کې د ښځو د رول په اغیزمنتیا خبرې وکړې.

میرمن غني وویل چې باید د کلیو او ښارونو د ښځو تر منځ توپیر لري او متوازنه پاملرنه رامنځته شي.

د افغانستان د ښځو وزارت سرپرستې سیده مژګان مصطفوي بیا د ښځو د پرمختګونو هرکلی وکړخو ویې ویل، لاهم یو شمېرستونزې شته چې د افغان ښځو پرمختګونه یې له خنډ سره مخ کړي دي:

″د هغو ښو بریاوو او لاسته راوړنو ترڅنګ چې لرو یې او په هیڅ ډول کافي نه دي یو شمېرستونزې هم موجودې دي، لکه نا امني، فقر، بې سوادي، ناوړه حاکم دودونه او د پرودیو فرهنګونو یرغل چې په ګډه به ورته د هواري لار ولټوو.″

میرمن مصطفوي ولسمشرته وړاندیز وکړچې د کورنۍ قانون او په کاري ماحول کې د تعبیض ضد او د جنسي ځورونې مقررې تصویب او ښځو ته په قضا او د ملي بودیجې په کمیټه کې هم ځای ورکړل شي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ ټولنې تل دا وايي چې افغان میرمنې یواځې په مناسبتي ورځو کې چارواکو ته وریادېږي او د دوی لپاره لازم بنسټیز کارونه نه دي تر سره شوي.

XS
SM
MD
LG