د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

انتونوف: اسلامي دولت له افغانستانه تاجکستان او منځنی اسیا ګواښي


د روسیې د دفاع وزیر مرستیال اناتولي انتونوف
د روسیې د دفاع وزیر مرستیال اناتولي انتونوف

د روسیې لوړ رتبه پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله د افغانستان له خاورې، تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو دولتونو ته ګواښ پيښوي.

د روسیې د دفاع وزیرمرستیال پرون [پنجشنبې] وویل، دا ډله چې [داعش] هم بلل کیږي، په افغانستان کې فعال حضور لري.

د روسیې د دفاع وزیر مرستیال اناتولي انتونوف، د خپلومعلوماتو پراساس ویلي چې د داعش وسله والو په سیمه کې فعالیتونه پيل کړي او د ډله يیز امنیت د تړون غړوته ګواښ پيښولای شي.

دې لوړرتبه روسي پوځي چارواکي ویلي، دوي ته څرګنده شوې چې داعش څرنګه غواړي چې په منځنۍ اسیا کې د مسکو د متحدو هېوادو جنوبي پولو ته نږدې بې امنیتي جوړه کړي.

انتونوف ویلي، تاجکستان تربل هرځای ډيرله ګواښ سره مخامخ دی ځکه چې له افغانستان سره ډیره ګډه پوله لري.

رپوټونه وايي، د اسلامي دولت په نوم وسله والو د روان میلادي کال له پيله هڅې پيل کړي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د افغانستان د کورني چارو وزارت تردې مخکې ویلي ووچې د اسلامي دولت په نوم وسله وال یا هغه کسان چې ځانونه دې ډلې ته منسوب ګڼي، د افغانستان په ځيني سیمو کې فعالیت کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې ور رسیدلي استخباراتي معلومات د داعش د فعالیت خبر تاییدوي.

د امریکا د دفاع وزارت هم تیره میاشت په سیمه کې د اسلامي دولت په نوم د سخت دریځو وسله والو فعالیت ستره اندیښنه وبلله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم څو میاشتې مخکې ویلي وو چې د اسلامي دولت په نوم وسله والو د افغانستان له ځیني ولایتونو د منځۍ اسیا هېوادو ته ګواښ پيښولای شي.

پوتین ویلي وو چې یو شمېر ناڅرګندې تروریستي ډلې په منځنۍ اسیا کې د خپلو فعالیتونو د پراختیا هڅې کوي.

د یو شمېرافغان چارواکو په حواله ویل کیږي چې د افغانستان په جنوبي سیموکې په پوځي عملیاتو کې د منځنۍ اسیا وسله وال وژل شوي دي.

په زابل کې د ملي پولیسو یوه ویاند ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په دې ولایت کې په پوځي عملیاتو کې اکثر بهرني وسله وال وژل شوي چې زیات شمیر یې د قزاقستان وګړي وو.

په زابل کې د ملي پولیسو یوه ویاند وویل چې په دې عملیاتوکې یوه وسله واله قزاقۍ ښځه هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG