د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

بلنکن: د روسيي او اوکرايين پولې دې بیا تثبیتې شي


د امریکا د دفاع وزارت مرستیال انتوني بلنکن
د امریکا د دفاع وزارت مرستیال انتوني بلنکن

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال انتوني بلنکن وايي، د اوکرایین د خاورې د بشپړتیا لپاره د دې هېواد د نړېوالو پولو بیا تثبیتولو ته اړتیا ده.

بلنکن چې پرون [پنجشنبه] په برلین کې خبریالانو ته وویل چې دا کار د اوکرایین په حالاتو کې د روسیې د لاس وهنو او اوکرایین ته د وسلو د قاچاق د مخینوي لپاره ډیرمهم دی .

د ده په وینا، په غیرصورت کې به روسیه او ولسمشر پوتین هر وخت دا امکان لري چې اوکرایین ته وسلې، وسله وال جنګیالي او وسایل ور واستوي او هلته بحران تازه وساتي.

د امریکا د دفاع وزیرمرستیال وویل، په اوکرایین کې د سولې د پلان د عملي کولو لپاره وروستی او مهم ګام د دې هېواد پر پولو کنټرول او له روسیې سره د دې هېواد ګډو پولو د بشپړتیا ضمانت کول دي.انتوني بلنکن وویل:

″که روسیه او هغه بیلتون غوښتونکي چې د روسیې په لاس کې دي، د دې او نورو تعهداتو د عملي کولو لپاره ښه کار وکړي، موږ کولای شو چې پرو هغو لګیدلي بندیزونه بیرته شاته کړو. خو که هغوی په دې اړه جدي اقدام ونه کړي، موږ به بندیزونه او فشار لا زیات کړو.

اوس، انتخاب ډیرڅرګند دی او دا اوس پر ولسمشر پوتین اړه لري چې څه کوي.″

په بهرنیو اړیکو او امنیتي چاروکې د اروپايي اتحادیې ځانګړې استازې، پرون [پنج شنبه] ویلي چې اوسمهال یوازې د اروپايي اتحادیې د امنیت او همکارۍ شورا په اوکرایین کې د حالاتو څارنه کوي چې باید زیات امکانات ورته برابر شي.

دې لوړرتبه اروپايي دپلوماتې ویلي چې مکررډول یې د اوکرایین په ختیځ کې له بیلتون غوښتونکو او روسي چارواکو غوښتنه کړې چې څارونکو ته د دې زمینه برابره کړي چې زیاتو سیموته ولاړ شي او هر اړخیز ې څیړنې وکړي.

په عین حال کې، د اوکرایین پخواني ولسمشرچې اوس مهال د بیلتون غوښتونکو، روسیې، د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان او کییف ترمنځ د سولې په مذاکرو کې د اوکرایین د حکومت استازيتوب کوي وايي، د روسیې پلویان بیلتون غوښتونکي ګرانې غوښتنې لري او له دې امله د مذاکرو بهیرسخت شوی دی.

لیوند کوچما د مارچ په څلورمه ازادۍ راډیو ته وویل، نړېوال د اوکرایین په وضعیت کې د روسیې پرلاسوهنه سترګې نه شي پټولای. لیوند کوچما زیاته کړه:

″زما په باور، په نړۍ کې هیڅ څوک نن ورځ دا نه شي ردولای چې مسلکي روسي عسکر په دونباس کې جنګیږي، په دوبناس کې وسلې ډيرې پرمختللې دي.

اوکراینیان د شلمې پیړۍ په وسلو جنګ کوي خو په دونباس کې د یویشتمې پیړۍ نوې او پرمختللې وسلې شته او دا په بشپړ ډول څرګنده ده چې د روسیې دي.″

د اوکرایین مخکني ولسمشر زیاته کړه چې روسانو په بې ساري ډول د منسک د سولې پرموافقه تیری کړی او جګړې ته یې دوام ورکړی چې له امله یې سل ګونو اوکراییني عسکر تر اوسه وژل شوي دي.

لیوند کوچما وویل، روسیه نه غواړي چې اوکرایین د اروپايي اتحادیې غړیتوب او اقتصادی ثبات ولري.

XS
SM
MD
LG