د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

سپينغر: د انتخاباتو کمېسیون کې د بهرنيو سلاکارانو موجودیت ناوړه عواقب لري


د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکه وايي، د هغو هېوادونو سلاکاران چې د افغانستان په انتخاباتو کې د لاسوهنې هڅه کوي د هېواد راتلونکی به له ناوړه عواقبو سره مخ کړي.

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکې یا اکسین رییس جانداد سپین غرخبرداری ورکوي یاد مشاورینو کولای شي د افغانستان په انتخاباتي سیسټم کې پراخو درغلیو او لاسوهنو ته د مداخلې زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دا مهال د یاد کمېسیون په مالي، حقوقي او تخنیکي برخه کې څلورپنځوس بهرني سلاکارن کار کوي، چې دوه تنه یې پاکستانیان دي.

په افغانستان کې د انتخاباتو د څاربنسټونه د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د بهرنیو سلاکارانو موجودیت او ډیټابس ته د هغوی لاس رسي سخت اندېښمن کړي.

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکې یا اکسین چارواکو ازادۍ راډيوته وویل، چې د افغانستان د انتخاباتو په سیسټم کې د مداخله کوونکو هېوادونو کسانو شتون به د افغانستان راتلونکي لپاره ناوړه عواقب ولري.

د اکسین مشرجانداد سپین غر خبرداری ورکوي چې د انتخاباتو په کمېسیون کې د بهرنیانو او په ځانګړي توګه د پاکستانیانو شتون به د انتخاباتو په شفافیت باندې خلک بې باوره کړي:

″کمیسیون باید توضیحات ورکړي چې په هیڅ دلیل د منلو وړنه ده، چې زموږ د انتخاباتو په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو اوسیدونکي کار وکړي، دوی دې بیا په هغه ځای کې کار وکړي چې هغه هم ډیرحساس وي، لکه ډیټابیس او په هغه ځای کې چې تصمیم نیونه کیږي.

دا په انتخاباتو کې لاس وهنې ته زمینه برابروي چې د انتخاباتو کمیسیون اعتبار له زیان سره مخ کوي.″

دا مهال د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې یوسل او څلورپنځوس بهرني او کورني مشاورین کارکوي چې یاد کمېسیون ته په مالي او حقوقي برخوکې مشورې ورکوي چې ډېرلوړ معاشونه اخلي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د بهرنیو مشاورینو صلاحیتونه به دومره محدود کړي، څو حساسو ځایونو ته چې هلته د درغلیو امکان شته لاس رسی ونه لري.

د دې کمېسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وايي چې بهرني مشاورین یواځې په مالي او حقوقي برخو کې یاد کمېسیون ته سلا او مشورې ورکوي:

″هغه تصمیمونه چې د انتخاباتو په اړه نیول کیږي هغه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رهبرۍ پورې تړاو لري، یعنې په تصمیم نیونه کې هڅ ډول رول نه لري، یواځې په حقوقي، مالي او تخنیکي برخوکې مشورې ورکوي، له پاکستان سربېره د امریکا، اسټرلیا او د نورو اسیايي هېوادونو غړي هم دي دوی یو ان ډي پي له خوا د سلاکارانو په توګه ګمارل شوي دي. ″

د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د بهرنیو مشاورینو د موجودیت اندیښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته کم وخت پاتې دی.

په افغانستان کې د انتخاباتو د څار بنسټونه د جمهوري ریاست تېرو دوه ځلي انتخاباتو ته په کتو چې پراخې درغلي او لاسوهنې په کې وشوې وايي چې باید انتخاباتي سیسټم اصلاح شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG