د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

خوستیان: د ټاکنو معیار دې زور، پیسې او ټوپک نه وي


نجیب الله الوخېل

په خوست کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو غړي غوښتنه کوي، چې ولسي جرګې ته راروانې ټاکنې باید د قانون سره سمې په ټاکلي وخت ترسره شي.

دوی زیاتوي، چې پارلمان ته باید هغه کسان لاره پیدا کړي، چې د خلکو رښتینۍ استازيتوب وکړای شي، وړ کسان وي او د هېواد او خلکو ګټو ته ژمن او متعهده وي، نه هغه کسان چې یوازې پر شخصي ګټو فکر کوي.

په خوست کې د یو ټولنیز سازمان غړی یوسف انتظار وايي، چې راروانې پارلماني ټاکنې دې د قانون سره سمې په ټاکلي وخت کې ترسره شي:

"زما په اند که موږ د قانون واکمنۍ او ولسواکۍ ته په رښتیا هم ژمن وو، نو د قانون حکم دادی، چې باید راروانې ټاکنې د ثور په میاشت کې ترسره شي، که چیرې نه ترسره کیږي، دا نو د قانون ضد عمل دی او د قانون ضد عمل جرم دی."

په خوست کې د سمون انجمن مشر فضل جان جهش ټاکنې د ولسواک نظام د یو مهم اصل په توګه یادوي او وايي، چې پارلمان ته باید وړ او ژمن کسان لاره پیدا کړي:

"د ولسواکۍ یو اصل د پارلمان له پاره مبارزه ده، د پارلماني مبارزې له پاره د پارلمان جوړښت مهم دی او هغه کسان باید پارلمان ته ولاړ شي، چې هغه په رښتیا هم د خلکو واقعي استازي وي، نو په دې اساس وړ کسان، شایسته کسان، هغه څوک چې وطن ته متعهد وي، هغه باید پارلمان ته لاره پیدا کړي او خلک ورته رایه ورکړي."

قومي مشر سخي جان سرحدي وايي، چې تېرو ټاکنیزو ناندریو خلک سخت ستومانه او مایوسه کړل، نو دی انديښنه لري، چې ښايي په راروانو ټاکنو کې به د خلکو ګډون د تېر ځل په شان پراخه نه وي:

"زه هیله من یم، چې ولس به بیا هم د رایو صندوقونو ته ولاړ شي او داسو استازیو ته به رایه ورکړي چې د دوی نماینده ګي په ولسي جرګه کې وکړای شي، د دوی له منځه راپورته شوي خلک وي، چې د دوی درودونه ورسره وي، زه هیله من یم، خو زه اندیښنه لرم چې ښايي د تېرو ټاکنو په شان به خلک په ټاکنو کې برخه وانخلي."

زاهدشاه انګار دتېرو پارلماني ټاکنو یوه ستونزه دا بولي، چې ډیریو هغو کسانو پارلمان ته لاره ومونده، چې د زور، پیسو او ټوپک خاوندان وو:

"لا هم په افغانستان کې زور، پیسې، وسله دا حاکم دي، نو په زیاتره سیمو کې داسې کسانو پارلمان ته لاره پیدا کړې ده، چې د همدې څیزونو نه برخمن وو، نو ځکه د پارلمان ډیری پریکړې د ولس د ارادې ښکارندویه نه وې."

د نظر خاوند شاه جهان عزیزي د ټاکنو په کمیسیون کې د بدلون په باب د ملي وحدت د حکومت پریکړې ته په کتو وايي، که چیرې د ټاکنو په سیستم کې بنیادي بدلون راځي، نو په ګټه تمامیږي، خو که د ځانونو په نفعه په افرادو او اشخاصو کې تغیر او تبدیل راځي، نو بې ګټې به وي.

قومي مشر ګل کریم د پارلمان په استازیو له دې کبله نیوکه وکړه، چې د ملي او ولسي ګټو پر ځای يې خپلو شخصي ګټو ته مخه کړې ده او د ولس غوښتنې يې له پامه غورځولي دي.

د یادونې وړ ده خوست د افغانستان په ولسي جرګه کې پنځه تنه استازي لري، چې څلور تنه يې نارینه او یوه تنه په کې میرمن ده.

تېر ځل ولسي جرګې ته د بریالیو نوماندانو پر سر هم ستونزې ډېرې وې او د نوې ولسي جرګې پرانیسته کې ځنډ پېښ شو، خو دا ځل د ټاکنو خپلواک کمیسیون ډاډ ورکړی، چې انتخاباتي بهیر کې به په کلکه د درغلیو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG