د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

په خوست کې څه باندې يولک نيالګي کښېنول کېږي


د خوست د کرڼې ریاست مسوولین وايي، چې سږکال به په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه زره نوي نیالګي کینوي.

د جمعې په ورځ د نیالګيو د کېنولو په هغه پراخه اشر او پګړه کې، چې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ په نووښت رابلل شوې وه، د خوست د کرنې ریاست مرستیال ډاکټر نقیب الله ازادۍ راډیو ته راډیو ته وویل، چې یاده اداره، ښاروالۍ ریاست او یو شمېر حکومتي ادارې او مدني بنسټونه به د تېرو کالونو په شان سږ کال هم یو لک میوه لرونکي او نور زینتي نیالګي په مناسبو ځایونو کې کېنوي:

"دا چې هر کال د پسرلي په موسم کې د کرنې ریاست، ښاروالۍ او نورو مدني بنسټونو له خوا ګڼ نیالګي کېنول کیږي او دا نیالګي بیا د سرسبزۍ سبب ګرځي، سږ کال هم د یو لکو څخه د ډېرو نیالګیو د کېنولو پلان شته او د پروګرام په دوامداره ډول دی."

په خوست کې د نیالګيو د کېنولو د جمعې ورځې پګړې ته د یاد ولایت سلګونه اوسیدونکي، مدني فعالان او د ټولنیزو سازمانونو غړي راغونډ ول، دوی د خواجه متون غونډۍ په اوږدو کې په منظمو لیکو سلګونه نیالګي کېنول.

د نیالګیو په کېنولو کې د هغو ګاډو او وسایطو څخه هم استفاده کېده، چې د هېوادپال ځواک له خوا د خوست ښار پاکولو ته وقف شوي دي.

د خوست ولایت په مرکز، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې هم د معمول سره سم د ولسي خلکو له خوا هر کال په دې موسم په لکونو نیالګي کېنول کیږي.

د هېوادپال ځواک بنسټ اېښودونکي او د ولسي جرګې غړي همایون همایون وویل، چې دوی غواړي د ښار په نږدې سیمو او ادارو کې تر څلورو زرو نیالګي کینوي، دوی د نیالګيو د ساتنې او پالنې له پاره هم تدابیر نیولي دي:

"موږ غواړو، چې تر څلورو زرو پورې نیالګي کېنوو، چې نیمې به يې میوه دارې ونې وې او نیمايي به يې ناجوګان وي، نو لکه څرنګه چې وینئ، د خوست خلکو هم په دې حشر کې په پراخه کچه ګډون کړی دی، دوی هم په خپله خوښه موږ سره کار کوي، تر څو په ګډه خپل خوست اباد کړو."

که څه هم د سپرلي په موسم کې د نویو نیالګیو کېنول یو ښه اقدام دی، خو سیمه وال اندېښنه لري، چې د نیالګیو نه اوبول او د هغې ساتنې او پالنې ته د لازمې پاملرنې نه شتون د دې لامل کیږي، چې ډیری نیالګي وچ او بیکاره شي، خو د خوست سیمه ییزې ادارې وايي، چې سږ کال يې د نیالګیو د پالنې او ساتنې له پاره لازم اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG