د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزونکی وايي چې پر استرالیا په زیات توپیر د چهارشنبې د ورځې له ماتې سره سره باور لري چې لوبغاړی یې روحیه له لاسه نه ورکوي او راتلونکو مسابقو ته ځان تیارولی شي.
د افغانستان ټیم د یکشنبې په ورځ د خپل ګروپ تر ټولو له غښتلي ټیم یعني نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي.
افغان ټیم تراوسه ۴ مسابقې کړي چې ۱ یې ګټلي او ۳ یې بایللي دي.
عصمت څاروان د اندي مولز د څرګندونو جزییات دراوروي.