د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

عطا محمد نور د بشري حقونو د څار ادارې پرخلاف دفاعيه ليکلې


د بلخ سر‍پرست عطا محمد نور د یوې ۵ صفحه ییزې دفاعیې په لیکلو سره د بشري حقونو د څار ادارې وروستی راپور رد کړ.

دا راپور څو ورځې د مخه د بشري حقونو د څارادارې له خوا په افغانستان کې د بانفوذه زورواکو په اړه چې د بشري حقونون اقضین بلل شوي خپور شوی او په دې د عطا محمد نور نوم هم شامل دی.

همدارنګه د بلخ سرپرست ویاند منیر فرهاد وايي، چې عطا محمد نور هڅه کوي د بشرحقونو د څار ادارې په وړاندې په نړېواله محکمه دوسیه خلاصه کړي.

په دې 96 صفحه ییز راپورکې ترډیره په ۸ کسانو ډېر تمرکزشوی او د راپورد موضوع په محراق راغلي دي.

د خپلسرو وسله والو مشر عبدالحکیم شجاعي، د تخار پخوانی امنیې قومندان خیرمحمد تیمور، د بلخ سرپرست عطامحمد نور، د هېواد د ملي امنیت پخوانی مشر اسد الله خالد، جهادي قومندان میرعلم، په ارګون کې د سیمه يیزو پولیسو مشر عزیزالله، د تخارد امنیت پخوانی مشرحاجی نجیب الله او د کندهارامنیې قومندان جنرال عبدالرازق هغه کسان دي، چې په دې راپورکې د مخدره توکو قاچاق، انسان تښتونې، غیرمسوولو وسله والو په ملاتړ، د بشري حقونوپه نقض او له قانونه به سرغړونو تورن دي.

عطا محمد نور پر خپل ځان ټول دا لګېدلي تورونه رد کړل او د جمعې په ورځ د هغه ویاند منیراحمد فرهاد رسینو ته په خبرو کې وویل، چې نورد دې په هڅه کې دی ترڅو د بشرحقونو څار ادارې په وړاندې په نړېواله محکمه کې دوسیه خلاصه کړي:

"موږ دا موضوع تعقیب کوو، په نړېواله محکمه کې یې څارو، د بلخ والي له اربکیو څخه په ملاتړ تورن شوی، تاسو شاهد ياست چې په شمال کې د بلخ والي یوازنى کس و چې د ملیشو جوړولو سره یې مخالف ښودلى"

تردې دمخه هم د بلخ سرپرست عطامحمد نور د المان شپیګل مجلې له خوا د مخدره توکو په قاچاق تورن شوی و او د یادې مجلې د راپورپه اساسي چې یو نړېوال سازمان له همدې امله د نوموړي د ترورهڅه کوله.

ه داسې حال کې سیاسي شنونکي د بشرحقونو د څار ادارې له خوا د عطامحمدنور او ۷ نورو کسانو په وړاندې په خپاره شوي راپورکې لګېدلي تورونه دقیق بولي، چې یاد راپور کې د افغانستان حکومت له مشرانو غوښتل شوي ترڅو د بشرحقونو په نقض تورنو کسانو ته په دولت کې ځای ورنه کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ

XS
SM
MD
LG