د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د کډوالو د ستونزو څېړلو لپاره افغان پلاوى اسلام اباد ته تللى


په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت څېړلو لپاره يو جګپوړى افغان پلاوى ددې هېواد پايتخت اسلام اباد ته تللى، څو له پاکستانيو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوال سازمان UNHCR له چارواکيو سره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.
په دغه پلاوى کې، چې مشري يې د افغانستان د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي کوي، د ولسي جرګې ځينې غړي هم شامل دي.
دغه پلاوى به پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د پاکستان د مرکزي حکومت او همداراز د خيبر پښتونخوا له ايالتي چارواکيو سره په دغو سيمو کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.
په پاکستان، په ځانګړې توګه په پېښور کې افغان کډوال تر هغې وروسته د پوليسو او نورو امنيتي ادارو له سخت فشار لاندې راغلي، چې پاکستاني طالبانو د تېر ميلادي کال د دسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي وسله وال بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې د زده کوونکيو په ګډون ١٤٤ کسان ووژل.
تر دغه بريد وروسته د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت په دغه ايالت کې پر مېشتو افغان کډوالو زور راوړ، څو په يوه مياشت کې له دې ايالته ووځي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزير سيد عالمي بلخي د يکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ځينو افغان کډوالو د کمپونو مشرانو يوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې دوى اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستانيو چارواکيو سره په دې هېواد کې د مېشتو راجستر شوي او غېر راجستر شويو کډوالو پر ستونزو وغږېږي او حل لار به يې راوباسي:
" موږ بايد ټول واقعيتونه په نظر کې ونيسو، افغانستان په يو کال کې د يو ١.٦ ميليون کډوالو د بېرته ستنېدا توان نه لري. موږ هيله لرو، چې د پاکستان حکومت به په دې لړ کې له موږ سره همغږي وي او زموږ د نظر درناوى به وکړي"
د يو اين ايچ سي آر د احصايې له مخې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ١٦ لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي، چې د پاکستان، افغانستان او يو اين ايچ سي آر د درې اړخيز تفاهم له مخې ورته د دې کال تر پايه پورې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.
په پېښور کې د افغان کمشنريټ د تازه سروې له مخې، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ډېرى برخه په خيبر پښتونخوا ايالت کې مېشت دي، چې شمېر يې نزدې ٦ لکه او دېرش زرو تنو ته رسېږي.
راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG