د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

افغان پلاوى له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو مسالې څېړي


د افغانستان د کډوالو چارو د وزيرسيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ اسلام اباد ته راغلى افغان پلاوى له پاکستانيو چارواکيو سره په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه په خبرو بوخت دى.

دغه پلاوى، چې د يکشنبې په ورځ په يو درې ورځني سفرد پاکستان پايتخت اسلام اباد راغلى، د دوشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور ته راغى، څو د دې ايالت له چارواکيو سره په دې ايالت کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

په پېښورکې د افغان قونسلګرۍ يوه غړي د نوم نه خپرولو په شرط ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه پلاوى به پېښورته د خپل سفر پرمهال د خيبرپښتونخوا له والي مهتاب خان عباسي او اعلى وزير پرويزخټک سره د افغان کډوالو پر وروستيو رامنځټه شويو ستونزو په اړه مهمې خبرې وکړي او حل لار به يې ولټوي.

دغه جګپوړى افغان پلاوى ترهغې وروسته پاکستان ته سفرکوي، چې په دې وروستيو کې په دې هېواد په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا ايالت کې مېشت راجستر شوي افغان کډوال د پوليسو تر سخت فشار لاندې دي، په بېلابېلو حيلو بهانو ځورول کېږي او آن زندان ته اچول کېږي.

د افغان کډوالو د ځورولو دا لړۍ د تېرميلادي کال د دسمبر په ١٦مه نېټه په پېښورکې پر يوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته نوره هم تېزه شوې ده، چې له امله يې تر دې دمه زرګونه کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي او ډېرى نور يې لا په يوه مبهم حالت کې پاتې دي.

که څه هم له يوې خوا د دې ايالت امنيتي چارواکي وايي، چې دوى يواځې هغه کډوال نيسي او هېواد ته يې لېږي، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خو له بلې خوا ‎بيا افغان کډوال شکايت کوي، چې پرقانوني اسنادو سربېره يې پوليسو ځوروي او رشوت ترې اخلي.

همدالامل و، چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکيو څو ورځې مخکې له ازادۍ راډيوسره په خبروکې وويل، چې افغان دولت دې په پاکستان کې د مېشتو کډوالو د وضعيت څېړلو لپاره يو جګپوړى پلاوى اسلام اباد ته راولېږي، څو له پاکستانيو چارواکيو سره له نزدې خبرې وکړي او حل لار يې راوباسي.

د کډوالو د عالي کمشنرۍ يا يو اين ايچ سي آر د احصايې له مخې دا مهال په پاکستان کې نزدې ١٦ لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي، چې د پاکستان، افغانستان او د دغې ادارې د درې اړخيز تفاهم له مخې ورته ددې کال تر پايه پورې په دې هېواد کې د اوسېدنې قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستانيو چارواکيو او يا هم ددې هېواد رسنيو لا تر دې دمه دې هېواد ته د افغان پلاوي د سفر او د خبرو د ايجنډا په اړه څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG