د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

پاکستان د افغان کډوالو د استوګنې د تمديد غوښتنه رد کړه


له افغانستانه ددې هېواد د کډوالو د چارو د وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ راغلى نهه کسيز افغان پلاوى لا هم په پاکستان کې ددې هېواد له چارواکيو سره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه په خبرو بوخت دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، دغه پلاوي د دوشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې ددې ايالت له والي مهتاب خان عباسي، اعلى وزير پرويز خټک او د پاکستان د سرحدونو او قبايلي چارو له وزير سره وکتل او په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه يې ورسره مفصلې خبرې وکړې.

دواړو خواوو په دې ليدنه کې په پاکستان کې د مېشتو راجستر شويو افغان کډوالو د بېرته ستنېدا او د غېر راجستر شويو کډوالو د برخليک په اړه د يوه مېکانېزم پر جوړولو سلا شوي، چې له مخې به يې افغان کډوال په درناوي خپل هېواد ته ستانه کړل شوي.

بلخوا د پاکستان يوه جګپوړي دولتي چارواکي، چې په دغه ملاقات کې يې برخه لرله، ددې هېواد ډان خبري اژانس ته ويلي، چې اسلام اباد په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې مودې د تمديد په اړه د افغان دولت غوښتنه رد کړې او افغان پلاوي ته يې ويلي، چې دوى به د روان کال تر پاى وروسته د افغان کډوالو د اوسېدو موده تمديد نه کړي.

د خيبر پښتونخوا د والي يا ګورنر په دفتر کې د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ تر ملاقات وروسته له دغه دفتره په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې پاکستان و افغانستان د افغان کډوالو د ستونزو څېړلو او همداراز د دوى د بېرته ستنېدو لړۍ د څارلو لپاره د يوې کومېټې پر جوړولو رضا شوي.

په دې کومېټې کې به د پاکستان د مرکزي حکومت، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت، د افغان کمنشريټ او همداراز د پاکستان د نادرا ادارې استازي برخه ولري او د کډوالو له عالي کمشنرۍ يو اين ايچ سي سره يوځاى به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ څاري.

د خيبر پښتونخوا والي افغان پلاوي ته ډاډ ورکړى، چې امنيتي ادارې يې په دې ايالت کې مېشت راجستر شوي افغان کډوال نه ځوروي، بلکې يواځې د غېر راجستر شويو بهرنيانو پرضد يې عمليات پيل کړي.

په عين حال کې په اسلام اباد کې يوې باخبرې سرچينې ازادي راډيو ته وويل، چې افغان پلاوى به نن د پاکستان له صدراعظم نواز شريف او نورو چارواکيو سره وګوري او هڅه به وکړي، چې له هغوى سره په پاکستان کې د مېشتو راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د تمديد او يو شمېر نورو موضوعاتو وغږېږي.

ټاکل شوې، چې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ يو اين ايچ سي آر ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړه شي، چې په ترڅ کې به د افغان کډوالو د سرنوشت په اړه وروستۍ مهمه پرېکړه وشي.

ازادي راډيو هڅه وکړه، چې د افغان پلاوي د سفر د لاسته راوړنو په اړه په اسلام اباد کې د افغان سفارت له چارواکيو تازه معلومات ترلاسه کړي، خو د تل په څېر يې په بيا بيا تماس سربېره په دغې مهمې موضوع کې خپله بې کفايتي وښوده او خبرو ته حاضر نه شول.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG