د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

افغان طالب مشرانو ته د پاکستان سپارښتنه


د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمینځ د سولې د خبرواترو په اړه راپورونه د اوس په شان پخوا هېڅکله دومره جدي نه وو.

په دې اړه په وروستیو راپورونو کې راغلي چې پاکستاني چارواکو د طالبانو دوو مهمو قوماندانانو ته د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرواترو له پیل مخکې د خپلمنځي اختلافونو د لېري کولو سپارښتنه کړې.

که څه هم طالب مشرانو د سولې په خبرواترو کې د ګډون هرراز راپورونه رد کړي، خو رویټرز خبري آژانس د بااعتباره سرچینو په حواله راپور ورکوي چې د دې ډلې دوو مهمو قوماندانانو آژانس ته ویلي چې ملا اخترمحمدمنصور او عبدالقیوم ذاکر د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو په اړه د بحث لپاره په اسلام اباد کې سره کتلي. په راپور کې د دې قوماندانانو نومونه نه دي یاد شوي.

یوه قوماندان چې د رویټرز د راپور له مخې د دې سفر له جزییاتو خبر و؛ په ټیلفوني مرکه کې آژانس ته ویلي؛ ملا اختر محمد منصور چې د طالبانو له سیاسي مشرانو څخه دی؛ د سولې خبرو ته لېوال دی او ملا عبدالقیوم ذاکر چې له ګوانتانامو زندان څخه خوشې شوی او د پوځي چارو مشري کوي؛ د سولې د خبرو مخالف دی.

سرچینه زیاتوي چې ملامنصور په دې غونډه کې په دې بریالی نشو چې ملا ذاکر د سولې په خبرو کې ګډون ته وهڅوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی "ډانیل فیلډمن په روانه اونۍ کې ناڅاپه اسلام آباد ته ولاړ. د پاکستان پوځ تایید کړې چې فیلډمن د سولې د خبرو پر احتمال د بحث لپاره پاکستان ته تللی و. خو وسله والو طالبانو په یو بیان کې چې پرون خپور شو یوځل بیا د سولې په خبرو کې ګډون رد کړی.

په بیان کې چې د طالبانو په یوه اړونده ویبپاڼه کې خپور شوی؛ ویل شوي چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو تراوسه هېڅ کوم هېواد ته د کابل له ادارې سره د خبرو او مذاکراتو په موخه سفر نه دی کړی او نه یې له چا سره کومه غونډه او کتنه کړې.

ملا ذاکر د افغانستان په ختیځ کې د طالب وسله والو مشري کوي او د ده توافق او مخالفت د سولې د بهیر لپاره خورا مهم ګڼل کېږي؛ خو رویټرز لیکي چې په دې برخه کې د ټولو شکونو او پوښتنو ځواب به د طالبانو د مشر ملا محمد عمر وروستۍ پرېکړه وي.

ملا محمد عمر د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته تراوسه په هېڅ ځای کې نه دی لیدل شوی. رویټرز خبري آژانس د افغانستان د امنیتي ادارو د وروستیو راپورونو په حواله لیکي چې ملا ذاکر حتی د ملا محمد عمر د ژوند او مرګ په اړه په ډاګه شک څرګند کړی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل کار په دیارلس کلنه دوره کې په دې ونه توانېد چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

خو دا ځل د پاکستان او چین د منځګړتوب له کبله تصور دا دی چې د سولې هڅې یوه مهم پړاو ته رسېدلې دي.

یوشمېر څارونکي هیله من دي چې طالب مشرانو ته د پاکستان دا خبرداری چې که له کابل سره خبرو ته حاضر نشي، نو یا به یې ونیسي او یا به یې له هغه هېواده وباسي، ښايي نتیجه ورکړي.

XS
SM
MD
LG