د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

عطا محمد نور له طالبانو سره د سیاسي قدرت وېش معقول کار بولي


د بلخ سرپرست والي عطا محمد نورله طالب وسله والو سره د سیاسي قدرت وېش یو معقول کار ګڼي او له مخالفو وسلوالو سره د دولت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

عطا محمد نور وايي، چې له مخالفو وسلوالو سره د پیل شویو مذاکراتو ملاتړ کوي او حکومت باید په خپلو بهرنیو اړیکو کې توازن به پام کې ونیسي.

د شمالي بلخ ولایت سرپرست والي عطا محمد نور له طالبانو سره د سولې د پیل شویو مذاکراتو څخه خپل حمایت څرګند کړ او له طالبانو سره یې د افغان دولت د قدرت سیاسي ویش یو معقول کار وګانه.

د بلخ سرپرست والي همدارنګه د ملي یووالي حکومت ته مشوره ورکړه، ترڅو د خپلو باندینو اړیکو په تامینولو کې له توازنه کار واخلي، چې له یوه حکومت سره دوستي د بل حکومت سره د دوستۍ د لمنځه تلو سبب نشي:

"له بهرنیو هېوادونو سره دې بیلانس او توازن په پام کې ونیول شي، له یوه هېواد سره د دوستۍ په خاطر بل هېواد له لاسه ورنکړو او له بل دولت سره د دوستۍ په خاطر پاکستان له لاسه لاړ نشي."

نور وايي، د دولت مخالفو وسلوالو سره باید په هغه ډول مذاکرات پر مخ ولاړ شي چې ۱۳ کلنې لاسته راوړنې بیا به افغانستان کې د امنیت د ټنګښت په خاطر له لاسه ورنکړو.

هغه لدې سره چې وايي، د مخالفو وسلوالو سره د سولې خبرې تر ممکنه حده پر مخ ندي تللي، خو په اړه یې اندېښنه هم لري.

دی وايي، دا خبرې باید واضح وي او خلک ترې په جریان کې ووسي.

نور یوځل بیا د بشر حقونو د څار ادارې په وړاندې د حقوقي دعوا د پرانستلو خبره وکړه او زیاته یې کړه، چې په هڅه کې دی ترڅو د یادې دعوا پر مخ بیولو لپاره یو وکیل استخدام کړي.

هغه سولې په خبرو کې د مخالفینو له صداقت څخه یادونه وکړه، او وویل چې د سیمې په سطحه لویه سیاسي طرحه جوړه شوې او له افغانستان څخه تر ډېره د داعش خطر ترکمنستان ته متوجه دی.

هغه له ترکمنستان څخه وغوښتل چې د خپلو سرحدونو په ساتنه کې له هوښیاری او مواظبت څخه کار واخلي:

" هغه نكته چې ډېر ورته د داعش ډلې خطر پېښ دی،هغه د ترکمنستان هېواد دی او دوی دې ته باید ډېر متوجه وي، د خپل امنیت په ټینګښت کې دې ډېر هڅې وکړي."

نور داعش په افغانستان او سیمه کې نوې رامنځته شوې خطر ناکه انګېزه بولي، او وېره لري چې تر نوي نامه او بیرغ لاندې ډېر سرتېري جذب نکړي.

عطا له افغانستان څخه منځنۍ آسیا ته د ځینو تروریستي ډلو د ورتګ د هڅو خبر ورکړ، او وویل چې همدا اوس په بدخشان او د فاریاب ولایت په ځینو سیمو کې سلګونه کورنی مستقرې شوي چې د امنیت په برخه کې لوی تهدید ګنل کیږي.

مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ

XS
SM
MD
LG