د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د فواید عامې وزرات به سږکال ۸۰۰ کیلو متره سړک جوړ کړي


د افغانستان د فوايد عامې وزارت وايي، په ۱۳۹۴ لمریزکال کې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې اته سوه کیلو متره سړک جوړ کړي.

د فوايد عامې وزارت چارواکي د دغو پروژو د پلي کولو پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه نا امني ګڼي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وایې، ټاکل شوې چې په روان 1394کال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې نږدې اته سوه کلیو مټره سړکونه جوړ شي.

د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشاه وحید د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل چې په دغو سړکونو او لویو لارو باندې به ډير ژر کار پیل شي.

د کابل- جلال اباد دويمه لار، د کابل حلقوي سړک، د کابل مزار شریف سړک او د افغانستان د مرکزي ولايتونو په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د لارو پخول هغه مهمې پروژې دي چې چارواکي يې په روان او راتلونکي کال کې د جوړولو تکل لري.

ښاغلي وحید وویل چې د دغو پروژو یوه برخه د تیرکال څخه پاتې دي چې په روان کال کې به بشپړې شي:

″په دوو پړاونو کې به کار دوام وکړي، لومړۍ هغه پروژې چې انتقالي دي یعني له تیرکاله پاتي ځکه یو شمېر پروژې چې د سړک جوړونې په برخه کې پیلیږي هغه په یوه کال کې نه تکملیږي نو ځکه سږ کال هم پرې کار کوو، د دې ترڅنګ یو شمېر نورې پروژې چې په بودیجه کې شاملې شوي دي او یو شمېر لویې پروژې هم دي چې د ډونرانو له خوا تمولیږي چې هغه هم زموږ په کارې لومړیتوب کې راځي.″

نوموړي وویل چې د دغو سړکونو په جوړیدو تقریبآ څلورسوه ملیونه ډالره لګښت راځي خو یادونه وکړه چې په هغه صورت کې به دا پلان عملي شي چې امنیتي او د بودیجې ستونزې نه وي.

خو ښاغلى وحيد د دغو پروژو پر وړاندې ترټولو لويه ستونزه نا امني په ګوته کوي چې په وينا يې کيداى شي د سړک جوړولو کار له ځنډ سره مخامخ کړي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني چارواکي هم د فواید عامې وزارت له دې پریکړې هرکلۍ کوي او وایې چې د لویو لارو په جوړیدو سره به د سوداګرو ستونزې هوارې شي.

خو د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادۍ راډيوسره په خبروکې ټينګار وکړچې سړکونه باید په نړېوالو معیارونو برابر جوړ شي:

″که چیرې واقعآ دا سړکونه په نړېوالو معیارونو برابر جوړ شي نو د سوداګرو د تګ راتګ ستونزې به حل شي او دا اقدام به د اقتصادي پراختیا لپاره ګټور وي.″

د افغانستان د فوايد عامې وزارت په داسې حال کې د یو شمېر سړکونو د جوړولو لپاره هڅې پیل کړي چې ځيني جوړې شوې لارې د ټيټ کيفيت له امله بیرته د ورانیدو په حال کې دي.

عام خلک هم وایي چې د فواید عامې وزارت مسولین باید د سړکونو د جوړیدو پر مهال له هغو موادو استفاده وکړي، چې معیاري وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG