د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

پاکستانيو ځواکونو په خيبرايجنسۍ کې پوځي عمليات تېز کړي


پاکستاني پوځيانوپه دې وروستيو کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبرايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله وال پرضد عمليات تېز کړي او ادعا کوي چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې يې د دغو عملياتو په نتيجه کې لسګونه وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ مرکزونه يې له منځه وړي دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي چې د دې هېواد هوايي ځواک د چهارشنبې په ورځ د خيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې د وسله والو پرمرکزونو تازه هوايي بريدونه کړې چې په نتيجه کې يې لږترلږه ٣٠ ترهګر وژلي او د هغوى ٥ مرکزونه يې هم له منځه وړي دي.

دوى وايي چې په وژل شويو کې ډېرى د منګل باغ په مشرۍ د لشکراسلام وسله والې ډلې جنګيالي دي چې له پخوا راهيسې په دغه سيمه کې مېشت دي.

په خيبرايجنسۍ کې پاکستانيو ځواکونو پوځي عمليات په داسې حال کې تېز کړي چې څو ورځې وړاندې تيراه ته نژدې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې د لشکراسلاماو تحريک طالبان پاکستان ٩ مهم قومندانان هم وژل شوي وو.

پاکستانيو پوځيانو تر هغې وروسته په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات تېز کړي، چې پاکستاني طالبانو د تېر کال په دسمبر کې په پېښور کې پر يوه ښوونځي بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې د زده کوونکيو په ګډون ١٤٤ کسان ووژل شول.

بل خوا د پاکستان د سياسي چارو ځينې کارپوهان په دې وروستيو کې د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د ترهګرو پرضد د افغانستان و پاکستان عملياتو ته په اشاره وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پخواني بداعتمادي له منځه تللې، چې ښايي د دواړو هېوادونو د امنيت لپاره به مهم ثابت شي.

د سياسي چارو څارونکي مشتاق يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"د پېښور د سکول د حملې نه پس د پاکستان ملټري اسټبلشمنټ اوس دا غواړي چې په قبايلي سيمو کې چې کومې ډلې وې، چې دوى يې په پټۀ مرسته کوله او دا الزامات ځينې ډلې د دوى خپلې دي، د ځينو خلاف دوى جنګېږي او ځينو سره يې معاهدې کړي دي. خو اوس داسې ښکاري، چې دوى په دوى پسې روان دي، دوى مخلص دي.

بيا د پاکستان د پوځ ډېر مشران په تېرو ورځو کې افغانستان ته لاړل، له افغان مشرانو سره کېناستل او بيا افغانستان حکومت په بارډر بآندې داسې کارروايې شروع کړې، چې د هغې نه دا يوه عنديه شته، چې ګنې د افغانستنان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ چې مخکې کوم شک شبهه وه، دوى په يو بل باندې اعتماد نه کاوه، نو دې نه اوس مخکې خبره لاړه او هغوى هم غواړي چې د هغو خلکو پرضد کارروايي وشي، چې په پاکستان کې کارروايانې کوي."

تيراه د خيبر ايجنسۍ لرې پرته سيمه ده، چې د افغانستان له ننګرهار ولايت سره نښتې اوږده پوله لري.
ويل کېږي، چې په دې سيمه کې دمنګل پاغ په مشرۍ د لشکر اسلام وسله والې ډلې جنګيالي او همداراز د تحريک طالبان پاکستان غړي مېشت دي، چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې ترهګريز فعاليتونه کوي.

د يادونې وړ ده، چې په خيبر ايجنسۍ کې د پاکستانيو ځواکونو په تازه عملياتو کې د وژل شويو ترهګرو د هويت په اړه لا تردې دمه خپلواکو او سيمه ييزو سرچينو څه نه دي ويلي، ځکه چې هغو سيمو ته د خبريالانو په ورتګ بنديز دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG