د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

راتلونکي چهارشنبې به د کابینې ۱۷ وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي


د جمهوري ریاست له خوا اعلان شوي کاندید وزیران به د باور رایی اخستلو لپاره د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې ته رسمآ معرفي شي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، د ۱۷ کاندید وزیرانو تحصیلي اسناد تراوسه دوی ته نه دي رسیدلي.

د افغانستان جمهوري ریاست د کابینې د ۱۷ کاندید وزیرانو لست د روانې اونی په پیل کې خپورکړ.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایې، د راتلونکي چهارشنبې ورځې اجنډا یې د ۱۷ کاندید وزیرانو معرفي او د هغوی د تحصیلي اسنادو او تابعیت څیړلو مسالې ته ځانګړې شوې.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیراحمد احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، په دی جرګې کې د خلکو استازي هیله لري چې په دې اوږده موده کې د دفاع وزارت لپاره کاندید هم معرفي شي.

ښاغلی احمدزی ټینګار کوي چې کاندید وزیرانو ته د باور رایې د ورکولو تر وخته به دوی لازمې څیړنې وکړي او یوازې هغوی کاندیدانوته به د رایي صندوقونه ږدي چې په معیار برابر وي:

″تراوسه موږ ته یوازې د کاندید وزیرانو لست لیږل شوی دی او تراوسه په رسمي ډول د دوی تحصیلي اسناد موږ ته رسیدلي نه دي زموږ د ارزونې ټیم هم لا خپل کار پیل کړی نه دی خو د راتلونکي چهارشنبې ورځې اجنډا موږ همدې ته ځانګړې کړې ده کاندید وزیران به د تحصیلي اسنادو سره یوځای موږ ته راوپیژندل شي د اسنادو له څيړنو وروسته به ورته صندوق کیښودل شي او وایم چې ولسي جرګه بیا هم هغه چاته رایه نه ورکوي چې دوه تابیعته وي او یا یې نور معیارونه نه وي پوره کړي.″

سره له دې چې د افغانستان جمهوري ریاست له څو میاشتو انتظار وروسته د پاتې ۱۸ کاندید وزیرانو څخه د ۱۷ نومونه یي خپاره کړل خو د دفاع وزارت لپاره لا تر اوسه څوک نه دی معرفی شوی.

د افغانستان ولسي جرګې له ژمنیو رخصتیو مخکې یوازې اته وزیرانو او د ملي امنیت عمومي ریس ته د باور رایې ورکړې او نورکاندید یې د لازمو معیارونو د نه پوره کیدو له امله رد کړل.

په ورته وخت کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیرغلام نبي فراهي وایې، د کاندید وزیرانو ټول اسناد بشپړ شوي او د راتلونکي شنبې په ورځ یې ولسي جرګې ته سپاري:

″د ټولو کاندید وزیرانو اسناد پارلماني وزارت ته رسیدلي او قانوني مرحلې یې بشپړې کړي دي او انشاالله که د خدای خوښه وه د شنبې په ورځ دا اسناد ولسي جرګې ته ځي چې هیڅ ستونزې نه لري.

نو ټول تحصیلي اسناد او د دوه ګوني طبیعتونو په اړه معلومات زموږ سره بشپړ دي.″

د کابیني د بشپړیدو لپاره دا هڅې په داسې وخت کې کېږي چې د اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت د حکومت له جوړیدو شپږ میاشتې تیریږي.

عام خلک له دې سره چې اوږده انتظار ستړي کړي وایي، هیله مند دي چې دا انتظار ښه نتیجه ورکړي او د کابیني پاتې وزیران داسې کسان وي چې د هېواد او خلکو لپاره په رښتیني توګه خدمت وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG