د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

غني: افغان حکومت د تېرو ۶میاشتو په پرتله په ځواکمن موقف کې دی


ولسمشر اشرف غني وايي د افغانستان حکومت د تېرو شپږو میاشتو په پرتله اوس په یوه ځواکمن موقف کې دی.

ولسمشر اشرف غني په خپله وینا کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې په جګړه کې له دفاعي حالت څخه راوتلي دي او اوس مهال په تعرضي حالت کې دي.

ښاغلي غني چې په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا په تحقیقاتي مرکز کې وینا کوله زیاته کړه چې روان ۲۰۱۵ کال به د امنیت له پلوه د افغانستان لپاره سخت کال وي خو ده دا یادونه هم وکړه چې دا به د افغانستان د حکومت لپاره یوه ازموینه هم وي.

افغان ولسمشر د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې طالبان که له یوې خوا ایډیالوژیک مفهوم دی نو له بلې خوا یوه ټولنیزه اقتصادي پدیده هم ده:

"طالبان که څه هم د یوې ایډیالوژیکې پدیدې په توګه پېژندل کېږي، خو په عین حال کې یو ټولنیز- اقتصادي مفهوم هم دی. په داسې یوه چاپېریال کې زه په ویاړ سره وایم چې په لومړي سر کې چې واک ماته راسپارل کېده، طالبانو هڅه کوله چې د یمن یا سوریې په څېر د افغانستان نظام ړنګ کړي خو په تېرو شپږو میاشتو کې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته ولاړو. اوس مهال په هلمند ولایت او څېرمه سیمو کې د افغان پوځ بېساري عملیات روان دي."

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د افغانستان د بې امنیتۍ ستونزه د ټولې سیمې لپاره ستونزې رامینځ ته کولای شي. ده د اسلامي دولت ډلې یا داعش ظهور هغه مثال وباله چې د سوریې، عراق او یمن له پولو واوښت او اوس یې ټوله سیمه له ګواښ سره مخامخ کړې ده:

"د افغانستان ستونزې د افغانستان په قلمرو کې دننه محدودې نه پاتې کېږي. موږ د تروریزم له یوې بدلېدونکي بڼې سره لاس ګرېوان یو.

دا اصطلاح ما د لومړي ځل لپاره د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یاده کړه. تروریزم له یوبل سره د تړلو او سیالو اړیکو سیسټم دی او د هغه له پېژندنې پرته د امنیت ټول اړخونه نه پېژندل کېږي.

دولتي سیسټم د یوه ځنځیر په شان دی چې که یې کړۍ وسرویل شي او څو کړۍ یې په یوه وخت کې ماتې شي نو د ټول سیسټم د درېدو خطر زیاتېږي. موږ د سوریې د سقوط او د عراق او یمن د سقوط له کبله له نویو ګواښونو سره مخامخ شوي یو."

د بهرنیو اړیکو شورا تحقیقاتي مرکز ته په وینا کې ښاغلي غني په افغانستان کې د فساد د له مینځه وړلو پر هڅو یوځل بیا ټینګار وکړ ویې ویل چې غواړي د فساد د له مینځه وړلو په هڅو کې د ښځو په ګډون د نوي متخصص او پخواني نسل ترمینځ د پله حیثیت ولري.

ده په دې ترڅ کې په طنزي ژبه یادونه وکړه چې ښايي افغانستان له متحدوایالاتو مخکې ښځینه ولسمشره ولري.

XS
SM
MD
LG