د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

افغان دیني عالمانو د فرخندې وژنه یو غیر اسلامي اقدام ګڼلی


د افغانستان لسګونه دیني عالمانو د فرخندې وژنه یو نه بښونکی جنایت وباله او ټینګار یې وکړ چې حکومت باید د دې پيښې له عاملانو په جدي توګه تحقیق وکړي.

دوی د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې فرخنده د دیني عالمانو او ملایانو په امر نه بلکې د یو شمیر ناپوهه خلکو له خوا وژل شوې ده.

که څه هم دغو عالمانو ټینګار وکړ چې پولیس باید دا قضیه په جدي توګه تعقیب کړي؛ خو هغوی یې ګرم وبلل چې د دې نجلۍ د ژغورلو لپاره یې په وخت عمل نه دی کړی.

د افغانستان د عالمانو د علمي ټولنې رییس مولوي عبدالصبور حقاني په دې اړه داسې وویل:

"د شهیدې فرخندې بي بي قتل محکومه وو او هغه یو غیر اسلامي اقدام ګڼو؛ دا قتل د علماوو په فتواوو نه دی شوی؛ بلکې دا قتل د ملنګانو او تعویذ لیکوونکو په تهمت باندې دا کار شوی؛ فرخنده د پولیسو په مخکې قتل شوې او پولیسو له هغې نه دفاع نه ده کړې."

ښاغلي حقاني همداراز ټینګار وکړ چې دیني عالمانو ته باید د دې پيښې په تړاو څوک سپکاوی ونه کړي.

د کاپيسا اصلي اوسیدونکې ۲۷ کلنه فرخنده چې دیني زده کړې یې هم کړې وې تېره پنجشنبه د کابل د شاه دوشمشېره جومات مخې ته په دې پلمه وسوځول شوه چې ګواکې قران پاک ته یې اور ورته کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت که څه هم د دیني عالمانو د دغو وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې مخکې یې منلې وه چې وظیفوي غفلت شوی دی.

د دغه وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د فرخندې د وژل کېدو په خاطر شاوخوا شل پولیس له خپلو دندو لرې شوي او نږدې دېرش عام خلک د فرخندې په وژنه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي او د پولیسو په شمول له ټولو تحقیقات روان دي.

اخوا دیني عالمان ټینګار کوي چې باید د اسلام په نوم هیچاته د ناوړه استفادې اجازه ورنه کړل شي.

د ختیځو ولایتونو د دیني عالمانو د شورا رییس مولوي حمیدالله د پنجشنبې ورځې په غونډه کې وویل چې افغانان باید د پردیو د دسیسو ښکار نه شي او پرینږدي چې له احساساتو سره یې خلک لوبې وکړي:

"نور ښکار نه شئ، په درې نسبتونو کې د الله بنده ګي؛ د پیغمبر امت او افغانانو یو، نور په یو نوم بل نوم مه کېږئ؛ له ګروۍ نه ځان راوباسئ افغانستان ازاد او خپلواکه هېواد دی."

دغو دیني عالمانو یو پریکړه لیک هم صادر کړ چې په کې د فرخندې وژنه غندل شوې وه او ټینګار پکې شوی و چې له قانون پرته هیڅوک په خپل سر د قضاوت حق نه لري.

ګڼ شمیر خلکو د فرخندې لپاره د عدالت غوښتلو په نوم لاریونونه او غونډې وکړې؛ خو دا اوس زمونږ او ستاسو تر منځ نشته او خاورو ته سپارل شوې ده.

د بشري حقونو مدافعو ډلو بیا غوښتنه کړې چې حکومت باید د قانون حاکمیت زیات کړي څو خپل سرې او صحرايي محکمې له منځه لاړې شي او له دې لارې د نه بښونکو جنایتونو مخه ونیول شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG