د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

کراچۍ: د پوليسو پر بس بمي چاودنې ۲ پوليسو وژلي او ۱۵ ټپیان کړي


د پاکستان د سند ايالت په مرکز کراچۍ کې د پوليسو پر يوه بس بمي چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې ګڼو پوليسو او ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کراچۍ ښار د امنيتي چارواکيو په وينا؛ د جمعې په ورځ د دې ښار د قايد اباد په لانډهي نومي سيمه کې د کومانډو پوليسو پر يوه بس بمي چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٢ پوليس مړه او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

د دوى په وينا، د پېښې ټپيان يې د کراچۍ سول دولتي روغتون ته لېږدولي چې د ځينو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د کراچۍ ښار د ختيځې سيمې د پوليسو مشر منير شيخ د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د چاودنې هدف د پوليسو بس وو:

"پر دغه بس هغه مهال په موټر سايکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکيو موادو چاودنه وشوه چې له سيمې څخه د تيرېدو په حال کې و. د چاودنې ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي؛ خو د ٢ روغتيايي حالت په کې مرګونى دى."

په کراچۍ کې د پوليسو پر دغه بس، چې ٥٠ پوليس په کې ناست وو؛ هغه مهال چاودنه شوې، چې دوى د ټريننګ لپاره د پوليسو يوه سيمه ييز مرکز ته په لار وو.

دا په روانه مياشتکې په کراچۍ کې پر امنيتي ځواکونو دويم بريد دى. تر دې مخکې دې د تيرې جمعې په ورځ هم د کراچۍ پر رينجرز ځواکونو ځانمرګى بريد شوى و، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٣ رينجرز مړه او ٧ ټپيان شوي وو.

همداراز پر همدې ورځ د کراچۍ په مسلم اباد نومي سيمه کې د بوهري فرقې په يوه جومات کې هم چاودنه شوې وه، چې د يوه ماشوم په ګډون پکې ٢ کسان وژل شوي.

په دې وروستيو کې د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې ددې ښار پر امنيتي ځواکونو په بمي چاودنو، هدفي وژنو او نورو ترورېستي پېښو کې په داسې حال کې ډېروالى راغلى، چې د پاکستان رينجرز ځواکونو پکې له تېر يو نيم کال راهيسې ستراتيژيک تلاشي عمليات پيل کړي او د ګڼو لاسته راوړنو ادعا کوي.

د يادونې وړ ده، چې په کراچۍ کې د پوليسو پر بس ددغه بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG