د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

د فرخندې د قتل دوسیه لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده


د فرخندې د قتل د حقیقت موندنې کمېسیون وايي؛ هغه معلومات چې کشفي او امنیتي ارګانونو له خوا راټول شوي ښیي چې میرمن فرخندې قران نه دی سوځولی او یا یې هم دې ته ورته کوم کار نه دی کړی.

د دې کمېسیون غړي خپلواک ساپي د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ د پولیسو پلټنې په ډاګه کوي چې د فرخندې د قتل محرکه کړۍ د شاه دوشمشېره ولي د زیات څلور متولیان او ملنګان دي چې درې تنه یې نیول شوي:

پرون په رسمي ډول دغه دوسیه لویه څارنوالۍ ته راجع شوې ده؛ څنګه چې پنجشنبه او جمعه د رخصتیو ورځې وي؛ نو د شنبې په ورځ به لویه څارنوالۍ په دې باندې کار پیلوي؛ البته ځینې تورن اوس هم نه دي نیول شوي؛ تښتېدلي، پټ دي کشفي ارګانونه یې په لټه کې دي. تمه ده چې هغه به هم ډېر ژر ونیول شي او وروسته به څارنوالۍ خپلې پلټنې کوي؛ بیا به یې قضا ته سپاري، البته پریکړه د قضا کار ده."

هغه زیاته کړه، د فرخندې په قتل کې اصلاً څلویښت کسان تورن پژندل شوي چې له هغې جملې څخه یې ۲۹ نیول شوي او د پاتې کسانو هویت تثبیت شوی او پولیس یې د نیولو هڅې کوي.

اووه ویشت کلنه فرخنده نهه ورځې وړاندې د شاه دوشمشره جومات ته نږدې د قران شریف د سوځولو په تور لومړی د خلکو له خوا په وهلو ډبولو سره ووژل شوه او وروسته یې مړي ته اور واچول شو.

دې پيښې د عامو خلکو، د ملي شورا د غړیو، دیني علمانو او بېلابېلو مدني ټولنو سخت غبرګونونه راوپارول او په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د فرخندې د قتل په ضد مظاهرې وکړې.

د کورنیو چار وزارت مسوولین وايي چې د فرخندې په قتل د تورنو کسانو د نیولو هڅې یې ګرندۍ کړې او تېره شپه هم یوشمېر کسان نیول؛ خو د نیول شویو کسانو د شمېر په اړه یې معلومات ورنه کړل.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یوشمېر ښځینه غړې له لویه څارنوالۍ غواړي چې د فرخندې د قتل دوسیه دې له کوم سیاسي فشار او معامله پرته ژر وڅیړي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ ذهین کړو خیل ازادۍ راډيو ته وویل؛ د قتل عاملانو ته باید له قانون سره سم جزا ورکړل شي؛ څو په راتلونکي کې دا ډول پېښې تکرار نه شي:

"له لویې څارنوالۍ نه مې ځانګړې غوښتنه دا ده چې له کوم توپير، فشار پرته او بېدون له کوم پلویتوب نه باید دغه دوسیه ژر تر ژره په ډېر دقیق ډول وڅیړي او بشپړه یې کړي؛ څو دا یو درس او عبرت هغو مجرمینو ته شي چې غیر مسوولانه حرکتونه کوي او په ټولنه کې د داسې بې رحمه قتلونو باعث ګرځي."

هغه مو وکړه په دې اړه افغانستان دلویې څارنوالۍ نظر را واخلو؛ خو بریالي نه شو.

د لویې څارنوالۍ سرپرست نورحبیب جلال د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې کې ویلي وو؛ د قران پاک د سوځولو په تورد وژل شوي فرخندې د قتل په موضوع کې به عدالت په پام کې ونیول شي.

بل خوا کارپوهان سپارښتنه کوي؛ عدلي او قضایي ارګانونه باید هڅې وکړي چې د داسې پيښو پروړاندې د اسلام په رڼاکې د خلکو ذهنیتونه روښانه کړي.

دوی وايي، په اسلام کې عدل او قضا ته ډیر واک ورکړ شوی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې په داسې پیښو کې په خپل سرعمل وکړي.

د کابل په زړه کې د فرخندې د قتل موضوع خلک په ځانګړې توګه ښځې اندیښمنې کړي او د دې پيښې د روښانه کولولپاره د حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG