د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

عرب هوايي ځواکونو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بمباري وکړه


د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف نن سهار وختي د یمن پر پلازمینې صنعا چې د حوثيانو تر کنټرول لاندې دی بمباري کړې ده.

دا د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف له خوا پر یمن د هوایي برید دوهمه ورځ ده چې د حوثيانو تر کنټرول لاندې پلازمینه په کې په نښه شوې ده.

د سیمې اوسیدونکي وایي، الوتکو د صنعا شاوخوا سیمو کې د ریاست جمهورۍ د ساتونکو مرکزونه په نښه کړي دي.

دغه ساتونکي د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادار کسان دي؛ په خپله عبدالله صالح د حوثي شیعه ګانو عمده پلوی دی.

تر دې وړاندې د دې ښار جنوب او د تیلو له اړخه غني سیمه "مارب" هم د دې ایتلاف له خوا په نښه شوی و.

دغه راز د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن په شمال کې پر دوو نورو سیمو چې د حوثي یاغیانو مرکزونه بلل کیږي؛ په نښه کړي دي.

دغو الوتکو په صعده ولایت کې د خطف البوکه بازار بمباري کړی چې پنځلسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عربي اتحادیې مشر نبیل العربي د پنجشنبه په ورځ د مصر په شرم الشیخ کې خبریالانو ته وویل:

"عربي ټولنه یو پوځ لري چې جګړې ته به ورشي. دا لومړی ځل دی چې دا ډول یو پوځ جوړیږي او د عربي هیوادونو تر منځ به کار کوي."

په همدې حال کې د شیعه حوثي یاغیانو مشر عبدالمالک الحوثي په یوه ټلویزیوني وینا کې سعودي عربستان یو بد ګاونډی بللی دی او ویلي یې دي چې یمنیان به له جنایتکارانو سره مبارزه وکړي.

بل خوا د پاکستان صدراعظم نواز شریف د پنجشنبه په ورځ ویلي چې د سعودي عربستان پر وړاندې هر ډول ګواښ به د پاکستان له غبرګون سره مخامخ شي.

نواز شریف د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو په یوه غونډه کې د عربستان هغه وړاندیز تر غور لاندي ونیو چې له پاکستان څخه یې غوښتي په یمن کې د حوثي شیعه ګانو پر خلاف د سعودي په مشرۍ ایتلاف سره یوځای شي.

د دې غونډي ګډونوالو پریکړه وکړه چې د وضعیت د څیړلو لپاره به یو لوړ پوړی پلاوی نن سعودي عربستان ته واستوي.

د ایتلاف د هوایي بمبارۍ راپورونو سره سم د منځني ختیځ لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمیتې ویاند له ټولو خواوو غوښتي چې په دې ډول بریدونو کې باید د ملګي وګړو؛ خوندیتوب ته پام وشي.

XS
SM
MD
LG